افغانستان

د طالبانو د لیکو چاڼ؛ ږیره او لونګۍ د تصفیې معیار

Taliban fighters posing for a photo in downtown Kabul on April 12, 2022.

له کندهار ولایت څخه د سرچینو په وینا، د طالبانو د تصفیې کمیسیون وايي، د وېښتانو د اصلاح، د ږیرې پرېښودلو او لونګۍ پر سر کولو ترڅنګ په امنیتي ليکو کې د کم عمره کسانو فعالیت، بې اړتیا د کېمرو لرونکو ټلیفونونو او نشه ‌يي توکو کارول منع دي او د سرغړونې په صورت به له پوځي ليکو ايستل کېږي.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر ویلي، د دې ډلې د مشر ملاهبت الله اخوندزاده په حکم د کندهار ولایت د طالبانو په ټولو امنیتي برخو کې د اصلاح بهير په موخه کمېسیون جوړ شوی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف، علماوو شورا، ملي امنیت، قول اُردو، استخباراتو ادارې استازي ددغه کمېسیون غړیتوب لري.

کندهار کې د طالبانو د والي دفتر په يوه اعلاميه کې د امنیتي ليکو د تصفيې کمېسيون د مشر مولوي محمدالله له قوله وایي: «د مشرتابه په حکم ټول د نيکو کارونو د ترسره کولو او د منکراتو په نه ترسره کولو مکلف یو.»

په کندهار کې ددغه کمارل شوي کمېسیون مشر زیاتوي: «لومړی به امنیتي ځواکونه اصلاح کېږي وروسته په ولس کې خپله بدلون راځي.»

سرچينې وايي، د کندهار له امنیتي حوزو وروسته به ددغه ولایت په امنیه قوماندانۍ او قول اردو کې هم د طالبانو د اصلاح بهير پیلوي.

د ارزوني او اصلاح دغه بهير له تېرو دوو اونيو راهيسې په کندهار کې پیل شوی دی.

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې ددغه کمېسیون له فعاليت راهيسې څومره طالبان له دندو ګوښه شوي، خو يوه سرچينه وایي لسګونو طالبانو ته د وېښتانو د اصلاح او چلند د بدلون سپارښتنه شوې ده.

په کندهار کې داسي مهال د امنیتي کسانو د ارزونې او اصلاح بهير پیل شوی، چې د مسوولینو په وینا ځيني کسان د طالبانو له نوم څخه په استفادې له خلکو سره ناسم چلند کوي.

د یادولو وړ ده چې طالبانو په بیاځلې واکمنېدو سره په ځلونو د خپلو لیکو د تصفیې خبره کړې او ددې لپاره یې کمېسیونونه ګمارلي دي.

طالبان په داسې حال کې د خپلو لیکو د تصفیې او چاڼ خبره کوي د ځینو راپورونو له مخې، د دوی یو شمېر غړو، ملکي کسان او دغه ‌شان د مخکیني حکومت چارواکي او پوځي او ملکي کارکوونکي شکنجه کړي دي.