افغانستان

لغمان کې لسګونه تنکي ځوانان او ماشومان د کار په تمه

د لغمان د مرکز مهترلام ښار په څلورلارو کې هره ورځ لسګونه تنکي ځوانان او کارګر ماشومان د کار په تمه ناست وي، چې یو څوک یې د کار لپاره ورسره بوځي او یا یې توکي پرې ولېږدوي.

دوی وایي، د طالبانو په واکمنېدو سره وزګاري زیاته شوې او ډېری ورځې تر ماښامه ناست وي خو ناهیلې کورونو ته ستنېږي.

یو تنکی ځوان شفیق الله د آمو خبریال ته وايي، ډېری ملګري یې د همدې وزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله پر قاچاقي لارو اروپا ته سفر پرمهال قرباني شوي دي.

هغه زیاتوي: «زموږ ډېری ځوانان وزګاره ګرځي هیله لرو، چې موږ ته د کار زمینه برابره او یو مصروفیت راته برابر شي، چې هر څوک په یوه کار بوخت وي او خپلې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.»

د لغمان بل اوسېدونکی عمران بیا وایي، چې ډېری ځوانان د وزګارۍ له امله داسې کارونو ته مخه کوي چې د ټولنې په زیان وي.

هغه وایي، هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې لولي، چې همدا افغان ځوانان په قاچاقي لارو اروپا ته د تګ پرمهال یا په اوبو کې ډوب او یا زنداني شوي وي.

عمران زیاتوي: «کارو بار نشته، د خلکو وضعیت خراب دی، مخکې ځینې پروژې وې، اوس له بده مرغه زموږ ځوانان ټوله ورځ د کار په لټه کې وي خو کار نه پيدا کېږي، له دې امله اړ کېږي چې له وطنه ووځي.»

د وزګاره ځوانانو او تنکیو ځوانانو ترڅنګ په کار بوخت وګړي هم ناراضه دي او وایي، د طالبانو لوړې مالیې یې ورځني کارونه له ځوړتیا سره مخ کړي دي.

ظفرخان چې په مهترلام ښار کې هټۍ لري وایي، له یوې خوا د خلکو بېوزلي او له بله پلوه لوړې ماليې ډېری کوچني کاروبار کوونکي په کور کېنولي دي.

ظفرخان زیاتوي: «کرایې او مالیې لوړې دي، کاروبار په ټپه درېدلی، مخکې خلکو سره ډېرې پیسې وې اوس بېوزلي زیاته شوې پیسې نشته نو خلک به څه واخلي.»

اخوا، د لغمان لپاره د طالبانو والي بیا وایي، سلګونه ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړي او ډاډ ورکوي، چې هر ځوان ته به د هغه له غوښتنې سره سم د کار زمینه برابروي.

د طالبانو والي ذین العابدین زیاتوي، اوسمهال ورسره ۹۵ سلنه ځوانان په ادارو کې په کار بوخت دي.

هغه وایي: «زموږ په ادارو کې ۹۰ تر ۹۵ سلنه لوستي ځوانان کار کوي، ۵ سلنه خلک به طالبان وي نور ټول همدا خلک دي، موږ د لغمان ځوانانو ته ډاډ ورکوو، چې د کار زمینه ورته برابروو او لوستو ځوانانو ته به هماغه ډول چې اړتیا ده د کار زمینه برابره کړو.»

د طالبانو په واکمنېدو سره نه یوازې په لغمان، بلکې په نورو ولایتونو کې هم خلک له وزګارۍ شکایت لري.

د ښارونو په څلورلارو کې ناستو ځوانانو کې هغه بختور دي، چې د ورځې یو څه کار ومومي خو زیات شمېر بیا د ورځې په پای کې تش جېبونه کورونو ته ستنېږي.