نړۍ

ترکیه په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب تصویبوي

ترکیې ته د فنلنډ ولسمشر د سفر په درشل کې د ترکیې دولت دوو رسمي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دغه هېواد پارلمان «په قوي احتمال» سره د راتلونکي زېږدیز کال په منځ کې په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب تصویبوي.

د دغو سرچینو په وینا د فنلنډ غوښتنه به د سویډن له غوښتنې جلا په خپلواکه توګه تصویب شي.

یوې بلې رسمي سرچینې رویټرز ته وویل، د هغو ډلو پروړاندې د فنلنډ چلند چې ترکیه یې د ترهګرو په توګه پېژني، د دغه هېواد د خوښې وړ دی او فنلنډ په دې تړاو د ترکیې غوښتنې منلې دي.

سویډن او فنلنډ تېر کال پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل سره سم‌مهاله په ګډه توګه په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه.

که څه هم دغه غوښتنه د ناټو د ډیری غړو له هرکلي سره مخ شوه، خو ترکیې د هغه څه له امله چې ترهګریزو ډلو له دې جملې «د کردستان د کارګرانو ګوند» ته د سویډن له خوا پناه ورکول د دغه ګوند د ۱۳۰ تنو د ورسپارلو غوښتنه بللې تر اوسه په ناټو سازمان کې د فنلنډ د غړیتوب موضوع نه ده منلې.

که څه هم تېر کال فنلنډ او سویډن په یوه ګډه درې اړخیزه غونډه کې له ترکیې او اسپانیا سره هوکړه وکړه چې د دغو ډلو پروړاندې سخت چلند پیل کړي، خو انقره وایي چې سویډن د مادرید په هوکړه‌لیک کې پر خپلو ژمنو نه دی درېدلی.

اخوا، وروسته له هغې چې یوه دنمارکي سیاستوال د سویډن په پلازمېنه اسټکهلم کې د ترکیې سفارت مخې ته قران‌کریم وسوځاوه، د ترکیې له خوا په ناټو سازمان کې د سویډن د غړیتوب تصویب لا پېچلی شو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې موضوع په غبرګون ویلي و: «سویډن باید له ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره زموږ د ملاتړ تمه ونه‌لري، روښانه ده چې زموږ د سفارت مخې ته د داسې له سپکاوي ډک اقدام له امله باید نور د خپلې غوښتنې د منل کېدو لپاره زموږ د سخاوت تمه ولري.»

د ناټو په تړون کې د یوه نوي غړي د یو ځای کېدو لپاره باید د دغه سازمان د ټولو ۳۰ غړو هېوادونو پارلمانونه له دې غوښتنې سره هوکړه وکړي. له ترکیې او هنګرۍ پرته د ناټو ټولو غړو په دې تړون کې د سویډن یو ځای کېدل منلي دي.

امریکا او د ناټو نور غړي هېوادونه هیله‌من دي چې د اروپا په شمال کې دغه دوه هېوادونه د ناټو د مشرانو په ناسته کې چې ټاکل شوې د جولای پر ۱۱ د لیتوانیا په پلازمېنه وینیوس کې ترسره شي، د دغه ایتلاف غړیتوب ترلاسه کړي.