افغانستان

د طالبانو د کانونو وزیر: د هېواد پر ټولو کانونو واکمن یوو

شهاب الدین دلاور د کندهار ښوراندام سيمه کې د سل ميلیون ډالرو په ارزښت د سمنټو د يوه کان کیندنې کار د ژرتر ژره پیلېدو خبر ورکړ.

نوموړی وویل، دغه کان به د ورځي ۳۶۰۰ ټنه سمنټ توليدوي او شاواخوا پنځه زره کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه: «موږ د سمنټو د یوې فابریکې قرارداد لاسلیک کړ چې په ښوراندام کې جوړېږي او کابو سل ميليون ډالره به پانګونه پرې کېږي او ۵ زره تنو ته به په مستقيم او غيرمستقيم ډول د کار زمینه برابره شي، هره ورځ به په منځني ‌ډول ۳۶۰۰ ټنه سمنټ پکې توليدېږي.»

د طالبانو د کانونو او پطرولم وزیر شهاب‌الدین دلاور سه‌شنبه د کب پر ۲۳ نېټه کندهار ته په سفر کې د کانونو د ناقانونه کیندنو د مخنیوي او د هېواد پر ټولو کانونو د واکمنۍ په اړه ډاډ ورکړ.

په همدې حال د ساختماني موادو يو قرادادي عتيق‌الله صحرایي د دواطلبۍ له بهیره خوښي څرګندوي.

نوموړی وایي: «بهیر شفاف و، قرارداد له درېیو پړاوونو وروسته ګټونکي شرکت ته ورکړل شو.»

د طالبانو د کانونو وزیر په داسې حال کې د هېواد پر کانونو د دې ډلې د بشپړې واکمنۍ خبره کوي چې د دې ډلې قوماندانان د کانونو له ناقانونه کیندنو او قاچاق کوونکو څخه د پیسو په اخیستو په یو ډول په دغه کار کې لاس لري.

د ‌ډیری هېوادوالو په باور، اوس د افغانستان پر پټې شتمنۍ داسې ډله واکمنه ده چې تر دې مخکې یې د کانونو ناقانونه استخراج او قاچاق د جګړې او تاوتریخوالي مهمې سرچینې وې چې ددې ډلې په واکمنېدو سره د دغو کانونو قاچاق ډېر شوی دی.

د امریکا د فضايي ادارې (ناسا) له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د افغانستان د لیتیم کانونو ارزښت یو تریلیون ډالره اټکل شوی دی.

په ۲۰۱۹ کال کې د مخکیني حکومت د کانونو وزارت اعلان وکړ چې افغانستان شاوخوا ۳۰ میلیون ټنه د مسو زېرمې، د فولادو د جوړولو لپاره د خامو موادو په توګه څه باندې ۲.۲ میلیارد ټنه وسپنه لري چې د حاجيګک کان په سیمه کې دویم لوی کان دی. په افغانستان کې د سرو زرو کانونو اندازه شاوخوا ٢٧٠٠ کيلوګرامه اټکل شوې، چې کابو ١٧٠ ميليون ډالره ارزښت لري.

د یادولو وړه ده چې د هېواد د نورو سيمو ترڅنګ کندهار کې د سمنټو، فلوراېډ، سروزرو، کرومایټ او د ډبرو سکرو په ګډون يو شمېر کانونه موجود دي، چې ډېری يې د دغه ولایت په ولسوالیو کې دي.