افغانستان

کبان؛ د کونړ مشهور خواړه

د هېواد هره برخه ځانګړي خواړه لري. کونړ ولایت هم د کبانو د پېر او پلور او پخولو په برخه کې ځانګړی ځای لري.

کبان د کونړ له سینده لاسته راځي او بیا د اسعدآباد ښار په لویو او کوچنیو رستورانتونو کې پخیږي چې پر کونړ سربېره د افغانستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي یې خوړولو ته راځي.

صلاح‌الدین د کونړ د مره‌ورې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه په کونړ کې له شاوخوا اتو ۸ کلنو راهیسي د کبانو د پخولو او پلورلو کاروبار کوي. له هغه سره په دې کارځای کې څلور تنه نور هم کار کوي.

نوموړی له خپل کاروبار څخه خوښ برېښي او وایي، چې له دې لارې ښه عاید لري.

صلاح‌الدین وویل: «اته کاله کېږي چې د کبانو د پلورلو کار کوم. له ما سره دلته څلور نور کسان هم کار کوي. هغوی ته هم یوه اندازه پیسې لاسته ورځي. د کونړ کبان ډیر مشهور دي او ځانګړي مینه‌وال لري.»

د کونړ د سیند کبان پر دې ولایت سربیره کابل، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

محمد طاهر شامیر د نورستان ولایت هغه اوسېدونکی دی چې د کونړ سیند کبان ډیر خوښوي، هغه وايې: «ټول افغانستان کې د کونړ د سیند کبان ځانګړی خوند لري او همدا لامل دی چې ډېر مینه‌وال لري. زه چې کله له نورستان ولایت څخه راشم نو هرومرو یو ځل د کونړ کبان خورم.»

اخوا، بیا د کونړ اوسېدونکي اندیښمن دي او وايې، چې ښکاریان کبان په سیند کې د برېښنا له لارې یا په نورو ناسمو لارو نیسي چې دا چاره د کونړ د سیند د کبانو نسلونه له منځه وړي.

شیرداد خان د کونړ اوسېدونکی دی هغه آمو ټلویزیون ته وویل: «د کونړ د سیند کبان د پخوا په پرتله کم شوي دي او لامل يې دا دی چې دلته ښکاریان کبان د برېښنا او جنراټور په مرستې نیسي او دا چاره د دي لامل کیږي چې د کونړ په سیند کې د کبانو نسل د تل لپاره ورک شي.»

د کونړ اوسېدونکي له ځایي طالبانو غواړي چې په ناسمو لارو د کبانو د نیولو او ښکار مخه ونیسي.