افغانستان

جوزجان کې د طالبانو د والي او روغتیا وزارت د مرستیال ترمنځ نښته

جوزجان ولایت کې سرچینې په دغه ولایت کې د یوه ۲۰۰ بستر روغتون د پرانیستو پر مهال د طالب چاراکو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي.

سرچینې د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې د طالبانو د روغتیا وزارت چارواکي شنبه د سلواغې پر ۲۲ شبرغان ښار ته ولاړل ترڅو په دې ولایت کې یو ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیزي، خو دوو طالب چارواکو له یو بل سره لفظي شخړه او وروسته یې کسانو وسله‌واله نښته پيل کړه.

د سرچینو په وینا جوزجان ولایت کې د طالبانو والي مولوي محمد راسخ او د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي اسحاق صاحب‌زاده په دې مراسمو کې شخړه وکړه، چې د نښتې په پایله کې یو طالب چې د جوزجان د والي ساتونکی دی ټپي شو.

دغه نښته داسې مهال وشوه چې جوزجان کې د طالبانو والي د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال ته ویلي، ترڅو چې د ۲۰۰ بستریز روغتون د بیارغونې کار نه دی بشپړ شوی روغتون باید ونه‌پرانیستل شي، خو د طالبانو د روغتیا وزارت مرستیال د روغتون پر پرانیستو ټینګار وکړ.

لومړی د دغو طالب چارواکو ترمنځ لفظي شخړه وشوه او له هغې وروسته د دوی کسان له یو بل سره ونښتل چې په پایله کې یې د جوزجان لپاره د طالبانو د والي یو ساتونکی ټپي شو.

سرچینې وایي، چې د عامې روغتیا وزارت مرستیال او د طالبانو لوړپوړی پلاوی چې له کابله جوزجان ته تللی و، جوزجان کې د طالبانو له والي پرته دغه روغتون پرانیست.

له دې نښتې وروسته د جوزجان لپاره د طالبانو والي مولوي اسحاق او ورسره پلاوي ته اجازه ورنه‌کړه چې د ده دفتر ته ننوځي او خپله یې هم د روغتون په پرانیست‌غونډه کې ګډون ونه‌کړ.

د جوزجان د ۲۰۰ بستریز روغتون کار چې په ۱۳۹۷ کال کې په ۱۳۹ میلیون افغانیو سره پيل شوی و، شنبه د سلواغې پر ۲۲ نېټه د د لوړپوړو طالب چارواکو په حضور د شبرغان ښار په جنګل باغ سیمه کې پرانیستل شو.