سوداګري

د خلکو د بېوزلۍ له امله په غزني کې د رستورانونو د مشتریانو کمښت

په غزني ولایت کې یو شمېر هوټل لرونکي وايي چې په هېواد کې د طالبانو په واکمنېدو سره د دوی مشتریان کم شوي دي.

په غزني کې رستوران لرونکي وايي چې په جمهوري نظام کې یې مشتریان زیات او عواید یې زیات وو. خو د جمهوري نظام په سقوط او پر خلکو د اقتصادي فشارونو په زیاتېدو سره د دوی مشتریان ورځ تر بلې کمېږي.

په غزني ښار کې د یوه رستوران خاوند حمید الله وايي، څه د پاسه یو کال کېږي چې نه یوازې د رستوران لروونکو کاروبار، بلکې د نورو کسبګرو پر کارونو یې هم اغېز کړی او ټول له ګڼو ستونزو سره مخ یوو.

هغه زیاته کړه: «په تېرو وختونو کې ښځو کارونو ته د تلو اجازه لرله موږ زیات مشتریان لرل، خو د ښځو پرکارونو د طالبانو له خوا د محدودیتونو له لګولو وروسته زموږ کارونه ډېر زیانمن شوي دي، کله چې اقتصاد کمزوری وي څوک په هوټل کې ډوډۍ نه شي خوړلای.»

د غزني ښار یو اوسېدونکی احمد جاوید شریفي چې په دې ښار کې رستوران لري وايي: «په تېرو وختونو زیات شمېر مېرمنې رستوران ته راتلې او ډوډۍ یې خوړله، خو اوس د هغو ورځو یوازې خاطره پاتې ده.»

احمد راشد په غزني ښار کې ژوند کوي چې کم عاید لري او په سختۍ سره د خپلې کورنۍ لګښت برابروي.

د  غزني دغه اوسېدونکی وایي چې د خلکو اقتصاد ورځ په ورځ کمزوری کېږي او همدا د دې لامل شوی چې خلک په کور کې خوړو ته پر رستوران ترجېح ورکړي.

هغه چې د جمهوریت په دوره کې په یوه دولتي بنسټ کې دنده ترسره کوله وایي: «د طالبانو په راتلو سره مې دنده له لاسه ورکړه، د غرمې ډوډۍ د وقفې پرمهال له خپلو دوستانو سره یوه رستوران ته تلو او ډوډۍ به مو خوړه، خو اوس اقتصاد دومره کمزوری شوی چې آن په کور کې کافي خواړه نه شو خوړلای.»

په غزني کې د رستورانونو خاوندان وايي چې دوی په اوسني وخت کې په سختۍ او ډېرو هڅو سره د رستوران د لومړنیو خوراکي توکو، د کارکوونکو معاش، برېښنا او کرایې پيسې برابروي او که شرایط په همدې ډول دوام وکړي دوی د رستوران له تړلو پرته بله چاره نه لري.

له بلې خوا د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د اړمنو وګړو شمېر د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې له ۱۸،۴ میلیون کسانو په ۲۰۲۲ کال کې ۲۴،۴ میلیون تنو ته زیات شوی او اوس هم دا شمېر ۲۸،۳ میلیون تنو ته رسېدلی دی.

د اوچا د راپور له مخې، په افغانستان کې کابو شل میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي چې له دې جملې شپږ میلیونه قحطۍ ته یو ګام واټن لري.

د دغه راپور پر بنسټ چې د «ریلیف وب» په وېبپاڼه کې خپور شوی، ښايي کابو ۸۷۵ زره ماشومان په ۲۰۲۳ میلادي کال کې له سختې خوارځواکۍ او ۲،۳ میلیونه ماشومان او همداراز ۸۴۰ زره ښځې له منځنۍ ځوارځواکۍ سره مخ شي.

اوچا زیاتوي که افغانستان د درېیم کال لپاره له وچکالۍ سره مخ شي، ښايي چې د تغذیې اړوند وضعیت شل سلنه نور هم خراب شي.