نړۍ

لي کيانګ: چين او امريکا کولای شي په همکارۍ سره ډېرې لاسته راوړنې ولري

د چين نوي لومړي وزیر لي کيانګ وويل، چين او امريکا کولای شي له يو بل سره همکاري وکړي. دغه دواړه هېوادونه له يو بل سره د همکارۍ له لارې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کولای شي.

لي کيانګ د دوشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل، په امريکا کې يو شمېر خلک په وروستيو کلونو کې د بېجينګ او واشنګټن ترمنځ د بېلتون په اړه غږېږي.

لي کيانګ وويل: «دا زموږ لپاره مهمه ده چې په تېره نومبر مياشت کې د ریيس شي جين‌پينګ او ولسمشر بایډن ترمنځ د شوې هوکړې په کلکو کړنو او واقعي تګلارو بدله کړو.

هغه په دوام کې وویل: «زه پوهیږم چې په دې وروستیو کلونو کې په متحده ایالاتو کې ځینو خلکو له چین څخه د جلا کېدو نظریه وړاندې کړې ده. کله کله دا په رسنیو کې ګرمه موضوع کېدای شي. خو زه نه پوهیږم چې څومره خلک له دا ډول اعلانونو څخه ګټه پورته کولاي شي.»

هغه زياته کړه، چې د چين د شمېرو له مخې تېر کال د چين او امريکا ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري ٧٦٠ میليارد امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې په تاريخ کې يې يو نوی ريکارډ جوړ کړ.

د چين نوي صدراعظم پر دې ټينګار وکړ، چې چين او امريکا له اقتصادي پلوه له یو بل سره تړلي دي او دواړو لوریو د يو بل له پرمختګ څخه ګټه پورته کړې ده.

شي جين‌پينګ او جو بايډن د تېر کال په نومبر میاشت کې په اندونيزيا کې سره وکتل او د چين او امريکا د اړیکو د ستراتيژيک ارزښت او د مهمو نړيوالو او سيمه‌ييزو اړيکو او مسايلو په اړه يې خبرې‌اترې وکړې.

د چين صدراعظم د خپلې تجربې په حواله وويل چې په شانګهای کې يې د کار پر مهال د څو ملي شرکتونو له لوړپوړو مديرانو سره خبرې کړې دي چې ټول د چين راتلونکي ته هیله‌من دي او ټول په دې باور دي چې همکاري د برياليتوبونو د ګټلو يوه ډاډمنه لار ده.

د چين صدراعظم لي کيانګ پر دې ټينګار وکړ: «د تېر کال ډېره برخه مې په شانګهای ښار کې کار کړی چې څه د پاسه اويا زره بهرني شرکتونه په کې دي. له همدې امله، ما د ډیری امریکایي شرکتونو په ګډون د څو ملي شرکتونو له لوړپوړو مدیرانو سره د خبرو کولو ډیری فرصتونه درلودل. دوی ټولو راته وویل چې په ټولیز ډول د شانګهای او چین راتلونکي ته هیله‌من دي. دوی ټولو هیله درلوده چې د نړۍ د ټولو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ لارې‌چارې وګورو.»

هغه یادونه وکړه: ټولو باور درلود چې همکاري د پایلو ګټلو لپاره ډاډمنه لاره وه. دا ټول ښیي چې چین او متحده ایالات کولای شي همکاري وکړي. دواړه هېوادونه له يو بل سره د همکارۍ له لارې ډېر څه ترلاسه کولای شي. محاصره او جبر د هیچا په ګټه نه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د امریکا په هوايي حریم کې د چینايي هوايي بالونونو له نسکورېدو وروسته د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې.