افغانستان

د ارزګان په مرکز کې د نیالګیو کېنولو کمپاین

د ارزګان له مرکز ترينکوټ څخه سرچيني وايي چې ددې ولايت د ځوانانو او ښاروالۍ له خوا د نوي کال له امله د نيالګيو کېنولو کمپاين پيل شو.

د نيالګيو کېنولو کمپاين پر مهال د ترينکوټ ښار يو ځوان نصيراحمد وايي چې په تېرو کلونو کې هم د ښاروالۍ او ځوانانو له خوا د نيالګيو کېنولو ورته کمپاین ترسره کېده چې د نه پاملرنې له امله ډېری نیالګي بېرته په وچېدو دي.

نوموړی زياتوي: «دا نيالګي د ښار د ښکلا او هوا د پاکوالي په موخه کېنول شوي، په تېرو کلونو کې هم لسګونه نيالګي کېنول‌ شوي خو د نه پاملرنې له امله وچ شوي دي، زموږ هيله ده چې پالنه او ساتنه يې وشي.»

د نیالګیو کېنولو ددغه کمپاين دوه نور ګډونوال ذبيح الله او محمد رفيق هم د نيالګيو پر ساتنې او پالنې ټينګار کوي او زياتوي چې نيالګي ښار ته ښکلا ورکوي، که یې پالنه ونه شي د پخوا په څېر به د څارويو خوراک شي.

ذبیح الله زياتوي: «له ښاريانو غواړو چې د نيالګيو ساتنه وکړي، پر وخت اوبه ورکړي او له څارويو يې وساتي، د ښار د ښکلا او سمسورتيا لپاره له هر هټۍوال او اوسېدونکي غواړو چې يو نيالګی کېنوي.»

د ارزګان ولايت ځوانان د ترینکوټ ښار له اوسېدونکو غواړي چې په خپلو کورونو کې نیالګي کېنوي ترڅو سیمه زرغونه شي.

د ترينکوټ ښاروالۍ او ځوانانو له خوا ددغه کمپاين پر مهال د ترينکوټ ښار په بېلابېلو برخو کې درې زره مېوه لرونکي او زینتي نیالګي کېنول کېږي.

له بلې خوا، په ترينکوټ کې د طالبانو ښاروال محمد رفيق هنر وايي چې د نیالګیو کېنولو دغه کمپاین د ښار د ښکلا او هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه عملي کېږي.

نوموړی زياتوي: «په ترینکوټ ښار کې د نيالګيو کېنولو کمپاین په بهیر کې به د ښار د ښکلا په موخه درې زره نیالګي کېنول شي.»

د یادولو وړ ده چې د کب ۲۰مه، د جمهوريت پر مهال د نيالګيو کېنولو د ملي ورځې په توګه نومول شوې وه، چې په پلازمينه کابل او ټولو ولايتونو کې به د ښکلا او سمسورتيا په موخه ميليونونه نيالګي کېنول کېدل، خو د طالبانو په بيا واکمنېدو سره د چاپېریال په ګډون بېلابېلو برخو ته بې پامي زیاته شوې ده او خلک هم له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.