ښځې

ابی اسمان؛ کور کې د نجونو لپاره یو کتابتون

«ابی اسمان» کابل کې د یوه کتابتون نوم دی چې څلورو ملګرو خپل کور په کتابتون بدل کړی دی.

سویتا شېرزاد، ندا نیک‌پی، سارا ساجد او هما محمد څلور هغه ملګرې دي چې خپل کورونه یې له زده‌کړو پاتې نجونو ته پر کورني کتابتون بدل کړي دي.

هغوی وایي، کله چې طالبانو د سږ کال د کب میاشتې پر پنځلسمه نېټه پوهنتونونه د نجونو له حضور پرته پرانیستل، هغوی پرېکړه وکړه چې خپل کور پر داسې ځای بدل کړي چې له زده‌کړو بې‌برخې نجونې وکولای شي هلته پکې درس ووایي.

په ابي اسمان کتابتون کې تر ۲۰۰ زیات کتابونه دی چې د دغو نجونو په شخصي لګښت پېرل شوي دي.

هما محمدي د طب څانګې د درېیم کال محصله ده چې اوس خپلو زده‌کړو ته د دوام ورکولو اجازه نه لري. هغه د دې کتابتون د جوړولو موخه د کتاب ویلو کلتور ته د نجونو هڅول ګڼي.

سارا ساجد هم هیله‌منه ده چې نجونې له زده‌کړو لیرې نه شي. هغه وایي: «کور ترټولو امن ځای دی او اوس نجونې کولای شي له کومې وېرې پرته ابي اسمان کتابتون ته راشي او مطالعه وکړي.»

د ابي اسمان کتابتون بنسټ‌اېښودونکې وایي، هڅه یې کړې په دې کتابتون کې بېلابېل کتابونه ولري ترڅو د نجونو په ژوند کې شته تشې ډکې شي.

حیا ۱۸ کاله عمر لري او نوې له ښوونځي فارغه شوې وه چې جمهوریت سقوط وکړ.

هغه وایي: «په دې موده کې ۱۹ میاشتې په کور کې وم او اوس نجونو ته د دې زمینه نه ده برابره چې درس ووایي او د کانکور ازموینې ته چمتوالی ونیسي، هیله لرم چې پوهنتون ته ولاړه شم او انجنیري ووایم. د دغه کتابتون له رامنځته کېدو ډېره خوشحاله یم؛ ځکه کولای شم هره ورځ د ساعتونو لپاره دلته راشم او ډېر کتابونه ووایم.»

طالبانو پر افغانستان له واکمنۍ وروسته سربېره پر دې چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي ټول مرکزونه، کتابتونونه او هغه ځایونه چې نجونې او ښځې ورتلې، تړلي دي.

ملکه تنکۍ نجلۍ ده چې ۱۶ کاله عمر لري.

هغه وایي: «د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې وم چې طالبان راغلل او په خپل لومړني فرمان کې یې زموږ پرمخ ښوونځي وتړل. که دا کار نه وای شوای، نن به له ښوونځي فارغه وم او ښایي پوهنتون مې پیل کړی وای، دوه کاله کېږي چې دا هیله مې په خپل زړه کې زنداني کړې ده.»

ملکه زیاتوي: «د دغه کتابتون جوړول زما لپاره کوچنی هیله ده ترڅو وکولای شم یو نوی څه زده کړم.»

که څه هم طالبانو ویلي و، چې په ۱۴۰۲ کال کې به نوی ښوونیز نصاب جوړ شي او نجونې به بېرته لیک او لوست ته ستنې شي؛ خو د دوی د ژمنو خلاف، اوس لیدل کېږي چې نوی ښوونیز کال د نجونو له حضور پرته پیل شوی دی.