افغانستان

هبت‌الله ته نږدې کس، داوود مزمل څوک و؟

د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل، پنجشنبې د کب په اتلسمه سهار مهال په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. هغه د طالبانو ترټولو مهم چارواکی دی چې د دې ډلې له واکمنېدو وروسته وژل کېږي.

داوود مزمل د طالبانو مشر ته د دې ډلې یو تر ټولو وفاداره قوماندان په توګه یادېده.

داوود مزمل د فراه له نومول شوي والي بیا د بلخ تر ولایت پورې

محمد داوود مزمل د هلمند په نهر سراج کې نړۍ ته راغلی و. هغه یو ځل واده کړی او څلور زامن ترې پاتې دي خو د لوڼو په اړه یې مالومات نشته.

که څه هم د طالبانو په لوړۍ دوره کې نوموړی پېژندل شوی کس نه و، خو په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان له سویله تر شماله او له ختیځه تر لوېدیځه د طالبانو لپاره د مخکیني دولت ځواکونو خلاف جنګېدلی و.

داوود مزمل د نورزیو او د هبت‌الله آخوندزاده له قوم څخه و، دغه تړاو نوموړی هبت الله ته تر نورو نږدې کړی و.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل آمو ته وویل: «په داسې حال کې چې داوود مزمل د طالبانو له مخکیني مشر اختر محمد منصور سره ایران ته د نشه یي توکو د قاچاق ګډه شبکه لرله، خو په قومي لاملونو هبت‌الله ته نږدې و. دا نورزي دي.»

هغه د هلمند شورا د مهم غړي په توګه یادېده. نوموړي د صدر ابراهیم، ګل آغا اسحاق زي (هدایت‌الله بدري) او قیوم ذاکر ترڅنګ دا شورا جوړه کړې وه.

هغه د طالبانو له واکمنېدو مخکې د فراه، ننګرهار او سرپل ولایتونو د تش په نوم والي په توګه نومول شوی.

یوه لوړپوړي پوځي چارواکي آمو ته وویل چې داوود مزمل په ۱۳۹۹ کال کې په سرپل ولایت کې د ځانګړو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ټپي شوی و.

په پارلمان کې د فراه ولایت پخوانی استازی عبدالستار حسیني وايي چې مزمل په ۱۳۹۴ کال کې په فراه کې د طالبانو تش په نوم والي و چې تر ۱۳۹۶ پورې په دې ولایت کې د مخکینیو امنیتي ځواکونو خلاف جنګېدلی و.

ښاغلي حسیني زیاته کړه: «مزمل د لومړي ځل لپاره دروبین لرونکې وسله فراه ته راوړه، او د طالبانو یو مهم غړی و. هغه ظالم و، په یاد لرم چې په یوه شپه یې د نمبر یک لویې لارې اوه پوستې ونیولې او په هغې کې ټول پوځیان یې ووژل.»

داوود مزمل د تېر کال د کب په پنځمه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړي امنیتي معین په توګه وګمارل شو. د افغانستان د ملي اردو یوه لوړپوړي چارواکي آمو ته وویل چې په شمال کې د مقاومت جبهې له رامنځته کېدو وروسته، د طالبانو مشر د روان هجري لمریز کال د تلې په میاشت کې هغه د بلخ د والي په توګه وټاکه.

له بلې خوا، د مقاومت جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي آمو ته وویل چې د بلخ لپاره د طالبانو پخوانی والی، قدرت الله ابوحمزه د حقاني ډلې غړی و چې د ملاهبت الله له خوا ګوښه شو.

له بلې خوا، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالستار حسیني ادعا کوي چې د واک پر سر د طالبانو خپلمنځي نښتې د داوود مزمل د وژل کېدو لامل شوې.

ښاغلي حسیني آمو ته وویل: «له دې امله چې په شمال کې د حقاني ډله د ملاهبت الله په پرتله زیات نفوذ لري، حقانیانو یې پرخلاف دسیسه جوړه کړه او هغه یې ووژاه.»

له ایران سره اړیکې

له بلې خوا، رسنۍ د داوود مزمل او ایران دولت ترمنځ د اړیکو خبره کوي. په جلال آباد کې د ایران کونسلګرۍ سرپرست محمد صادقي، د تېر کال د تلې په ۲۹مه په هغه وخت کې د ننګرهار له والي داوود مزمل سره کتلي و. رسنیو هغه مهال رپوټ ورکړی و چې په دې کتنه کې ښاغلي صادقي، د طالبانو والي ته یو سوغات هم ورکړی دی.

ایران لومړی هېواد دی چې په کابل کې یې سیاسي استازولۍ پر داوود مزمل برید غندلی دی.

داعش د برید مسوولیت منلی دی

د داعش خراسان څانګې د داوود مزمل له وژل کېدو څو ساعته وروسته، په هغه خبرپاڼه کې چې پر «اعماق» انټرنیټي پاڼه یې خبره کړې ادعا کړې چې په بلخ کې د طالبانو پر والي برید د دې ډلې د غړي عبدالحق خراساني کار و.

په پاکستان کې مېشت خبریال سمیع یوسف‌زی چې د طالبانو داخلي مسایل له نږدې څاري آمو ته وویل، داوود مزمل په وروستیو کلونو کې په ننګرهار ولایت کې د داعش خلاف جنګېدلی و.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دا لومړنی والی او د دې ډلې تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې وژل کېږي. له دې مخکې، د روان هجري لمریز کال د مرغومي په پنځمه، په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندان عبدالحق ابو عمر په یوه چاودنه کې ووژل شو. د هغه برید مسوولیت داعش ډلې پرغاړه اخیستی و.