Uncategorized @ps ښځې

ننګرهار کې ښځينه خبریالانې له روانې ناروغیو ځورېږي

په ننګرهار کې ښځينه خبریالانې وایي، د طالبانو په واکمنېدو سره یې دندې له لاسه ورکړې او له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ شوې چې له امله یې ځینې آن له رواني ستونزو سره مخ شوې دي.

یاسمین چې په ننګرهار کې د یوې خصوصي راډیو کارکوونکې ده وایي، د طالبانو په راتګ سره یې دنده له لاسه ورکړې چې اقتصادي ستونزو او پر ښځو بندیزونو د نارینه خبریالانو ترڅنګ ښځينه خبریالانې هم په رواني ناروغیو اخته کړې او درملنې ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي: «زموږ ډېری خویندې رواني ستونزې لري ځکه وزګارې شوې او او اقتصادي ستونزې لري، هغه مېرمنې چې دندې هم لري لویه ستونزه دا ده خولې تړلي او تر سختې څارنې او ګواښ لاندې دي زه خپله یو څه مې لاس کې وي خو د اندېښنو له امله ور پسې ګرځم او لټوم یې.»

یوه بله خبریاله حلیمه عزیزي له آمو سره په خبرو کې څرګندوي چې د طالبانو له خوا پر ښځو بندیزونو دوی ته اندېښنې زیاتې کړې او له دوی یې د عادي ژوند خوند اخیستی دی.

نوموړې وایي: «پر ښځو په ډیری برخو کې محدودیتونه لګول شوي چې ګڼ شمېر شځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې له ذهني شکنجې سره مخ دي او باید درملنه یې وشي.«

رواني ناروغي څومره ګواښوونکې او ځوروونکې ده، ننګرهار کې د رواني ناروغیو متخصص ډاکتر امیرخان پامیر وایي، د وروستي سیاسي بدلون له امله تر نارینه وو زیات ښځې له رواني ناروغیو کړېږي.

نوموړی وایي، رواني ناروغي په ورځني ژوند کې خطرناکه ده ځکه چې پرې اخته کس له ګڼو ستونزو سره مخ کوي او د ښه او بد په توپیر کې دوه زړه وي.

ډاکتر پامیر زیاتوي: «د رواني ستونزو کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې، ډېری وګړي ترې ځورېږي، دا یوه اړتیا ده چې خبریالانو ته د رواني درملنې پروګرامونه جوړ شي.»

ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کميټې مسوولین هم مني چې یو شمېر ښځينه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې له روانې ناروغیو ځورېږي.

اخوا، ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کميټې مسول یوسف ظریفي وایي، هڅه کوي خبریالانو ته ورکشاپونه جوړ کړي او دوی ته له رواني وضعیته د ژغورنې او بوختیا لارې چارو وښي.

ظریفي زیاتوي: «اوس چې خبریالان له رواني ناروغیو ځورېږي، موږ هڅه کوو د رواني ناروغیو درملنې او خوندیتوب په برخه کې دوی ته کوچني پروګرامونه برابر او دوی له دې حالت نه وباسو.»

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین هم مني چې رسنۍ او خبریالان له يو لړ اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، خو زیاتوي چې هڅه کوي دا ستونزې حل کړي.

هغه زیاتوي: «هڅه کوو د خبریالانو ستونزې حل او دوی ته د کار ښه زمینه برابره کړو.»

په ننګرهار کې ښځینه خبریالانې په داسې حال کې له رواني ناروغیو شکایت لري چې نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده او په افغانستان کې ښځې تر بل هر وخته زیاتې له سختو محدودیتونو سره مخ دي. دوی له طالبانو غواړي چې د نجونو او مېرمنو په وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوي.