ویډیوګانې

د کونړ ولسوالیو کې د کورونا واکسین د تقویتي دوز تطبیقول پیل شوي دي

په کونړ کې د طالبانو د روغتیا مسوولین وايي، په دغه کمپاین کې ۴۳ ګرځنده ‌‌ډلې کار کوي چې هره ورځ څه د پاسه زرو تنو ته د کورونا واکسین تطبیقېږي.

په دغه شل ورځني کمپاین کې د کونړ په ټولو ولسوالیو کې له اتلس کلنۍ لوړ عمر لرونکو کسانو ته واکسین ورکول کېږي.