نړۍ

سعودي عربستان: د ترکیې مرکزي بانک ته مو ۵ میلیارد ډالر ولېږل

سعودي عربستان د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې دغه هېواد د ترکیې مرکزي بانک ته ۵ میلیارد ډالر لېږلي دي. ښایي دغه پیسې انقره کې د لیره پیسو د ارزښت له ساتلو سره چې ډېر زیانمن شوی دی، مرسته وکړي.

د عربستان پاچاهۍ د خپلو دولتي رسنیو له لارې د یوې بیانیې په خپرولو اعلان وکړ او هغه یې «د اړیکو د پیاوړتیا او د ترکیې جمهوریت او د عربستان د پاچاهۍ ترمنځ د تاریخي ملګرتیا او ورورولۍ په درشل کې یو ګام» وباله.

ویل کېږي چې دغه پیسې د عربستان د پرمختیا صندق له لارې برابرې شوې دي.

اخوا، د ترکیې دولتي خبري اژانس «اناتولي» له دغو پیسو هرکلی وکړ او وې‌ویل چې دا «د ترکیې له خلکو د سعودي عربستان د پاچاهۍ د پیاوړي ملاتړ او د ترکیې پر اقتصادي راتلونکي د دغه هېواد د باور» ښکارندويي کوي.

دغه خبري اژانس په دوام کې لیکلي: «دا پیسې به د ترکیې له اقتصادي او ټولنیزې ودې ملاتړ وکړي. له دغو پیسو به د اقتصادي ستونزو د هوارولو په موخه کار واخیستل شي.»

دا مسله له کلونو مخالفتونو په تېره بیا په استانبول کې د دې هېواد په کونسلګرۍ کې د عربستان حکومت ضد عربستاني خبریال جمال خاشقجي له وژلو وروسته د سعودي او ترکیې ترمنځ اړیکو کې د پام وړ بدلون ښودنه کوي.پرته له دې، لېږل شوې پیسې کولای شي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له اردوغان سره مرسته وکړي.

ترکیه ان د فبرورۍ د ۶ نېټې له زلزلې مخکې له یوه سخت اقتصادي ناورین سره مخ وه چې له دې زلزلې سره دا ناورین لا ژور شوی دی.