نړۍ

د ایران مذهبي مشر: د زده‌کوونکو مسمومیت «د نه‌بښلو وړ جنایت» دی

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای نن د دوشنبې پر ورځ وویل چې د دغې موضوع د قصدي‌والي د ثابتېدو په صورت کې یې باید مجرمین د «نه‌بښلو وړ جنایت» په جرم پر اعدام محکوم شي.

دا لومړنی ځل دی چې دغه مشر خپله د ایران د نجونو زده‌کوونکو د مسمومیت په اړه خبرې کوي.

د ایران یوې رسنۍ، ایرنا راپور روکړی چې خامنه‌ای وویل: «که د زده‌کوونکو مسمومیت تایید شي، عاملین یې باید په اعدام محکوم شي او د هغوی لپاره به هېڅ ډول بښنه نه وي.»

د تېر زېږدیز کال له نومبر میاشتې راهیسې د ایران تر ۵۰ زیاتو ښوونځیو کې سلګونه زده‌کوونکې په ناڅرګندو لاملونو مسمومې شوې دي. که څه هم ایرانيو چارواکو لومړی د دې موضوع په تړاو له خبرو ډډه کوله خو په وروستیو اونیو کې یې پر دې موضوع اعتراف وکړ او په دې هکله یې د څېړنو ژمنه وکړه.

هغو زده‌کوونکو چې دا مسمومیتونه یې تجربه کړي د سر له درد، د زړه چټک درزا او د تګ پر مهال د کمزورۍ له احساس څخه یې شکایت درلود.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د تېرې اونۍ په وروستیو کې د کره معلوماتو له وړاندې کولو پرته وویل چې د هغوی څېړونکو «شکمنې بېلګې» راټولې کړې دي او پلټنې روانې دي. ښاغلي وحیدي له خلکو وغوښتل چې له زغمه کار واخلي او د اسلامي جمهوریت دښمنان یې په دې پېښه کې پر لاس لرلو تورن کړل.

وحیدي وویل، چې کابو ۵۲ ښوونځي له دغه شکمن مسمومیت سره مخ شوي دي، په داسې حال چې د ایران د رسنیو راپورونو د دغو ښوونځیو شمېر ۶۰ اعلان کړی دی.

د راپورونو له مخې په دغو ښوونځیو کې یو د هلکانو ښوونځی هم شامل دی.

ایران کې د پراخو لاریونونو له پیل راهیسې د دغه هېواد حکومت پر خپلواکو رسنیو ګڼ محدودیتونه لګولي دي چې د دې مسومیت د اصل روښانه کول یې ستونزمن کړي دي.

ایرانیو رسنیو راپور ورکړی، چې چارواکو د «علي پور طباطبایي» په نوم د قم ښار مېشتی خبریال چې په منظم ډول یې د مسمومیتونو په اړه راپورونه ورکول، نیولی دی.