افغانستان

د ۵۰کیلو اوړو مرستې ته په لیکو کې ولاړ بېوزله وګړي

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یتیم ماشومان، کونډې او د کور سرپرست سپین ږيري د لږ لاسنیوي په تمه ولاړ دي چې د څو ورځو لپاره ډ‌وډۍ پيدا کړي.

دوی نیوکه کوي چې د طالبانو په واکمنېدو سره ستونزې څو برابره شوې او مرستې هم هغو خلکو ته رسېږي، چې له طالبانو سره اړیکې او مرستندویه موسسو کې واسطه ولري.

دغه بېوزله کونډې ښځې او بېوزله نارینه د ۵۰ کیلو اوړو او پنځه لیتره غوړیو مرستې د ترلاسه کولو په موخه په لیکو کې ولاړ دي.

یوه کونډه مېرمن شازیه وایي، د جمهوریت پرمهال یې خپل خاوند له طالبانو سره په جګړه کې له لاسه ورکړی، خو په وینا یې اوس یې څوک پوښتنه نه کوي او مرستې ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي: «شپږ بچیان لرم کور کې حیرانه ناسته یم، له خدای پرته بله اسره نه لرم، پر دغو اوړو او غوړیو به مو یوازې تر ۱۵ ورځو یوه چاره وشي.»

۴۵ کلنه کامله هم ورته ستونزه لري او وایي، د جمهوریت پرمهال یې دوه ځوان زامن په یوه ورځ له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول او په خبره یې اوس ورته دوه کونډې او لمسیان پاتې دي.

نوموړې زیاتوي: «دوه زامن مې په یوه ورځ مړه شول، اوس د کار کولو څوک نه لرم، دا مرسته داسې شوه لکه د مړي په ستوني کې چې یو څاڅکی اوبه واچوې.»

دوی د خپلې ناچارۍ او بې وزلۍ کیسه ځکه نه کوي چې وایي که بېوزله نه وای د یوې بورۍ اوړو او پنځه لیتره غوړیو لپاره به په ساعتونو نه په تمه کېدل.

خدایداد چې د ۲۰ کسیزې کورنۍ او د دوو کونډو سرپرستي پرغاړه لري وایي په دې ناوړه اقتصادي وضعیت کې دا لږ مرسته څو ورځې آرام وربښي.

هغه وایي، ګناه یې یوازې دا ده چې د افغانستان خاورې ته یې خدمت کړی دی.

نوموړی: «په مرسته خوښ یو، څه مو نه لرل همدا مو یو څه چاره کوي هیله ده طالبان مو ستونزو ته پام وکړي دا یوازې د لږو ورځو لپاره بسنه کوي.»

دا مرسته د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د مجددي حضرتانو شورا له لوري شوې ده.

دا مرسته د یوې خصوصي شورا له خوا شوې، چې پر ۵۰۰ بېوزله کورنیو وېشل شوې دي. 

اخوا، د مجددي حضرتانو شورا مرستیال محمد موسی مجددي  وايي، دوی له اوږدې مودې راهیسې بهر کې د خلکو په شخصي لګښت دا لړۍ پیل کړې او لا نورې مرستې به هم برابرې کړي.

د یادې شورا مرستیال زیاتوی: «خلکو نظریات راکړل چې موږ ته لږ اوړه او غوړي راکړئ، موږ هم تایید کړ او اوس مو ۵۰۰ کورنیو ته دا توکي برابر کړل په راتلونکي کې د لازیاتو مرستو برابرولو نیت لرو.»

په هېواد کې د طالبانو په واکمنېدو سره اقتصادي ستونزې، وزګاري او بې وزلي په بې مخینې توګه زیاته شوې او زرګونه کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د هېواد په ډېری ولایتونو کې بېوزله کورنۍ بیا د بهرنیو موسسو د مرستو پر وېش په نیوکې سره وايي چې مرستې واقعي اړمنو ته نه رسېږي او طالبان پکې خپلوي او اړیکې پالي.

د وروستیو راپورونو له مخې، ملګري ملتونه وايي له ۲۸ میلیونه زیات افغانان اوس مهال له بشري ناورین سره مخ دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.