نړۍ

انساني تېروتنه یونان کې د ۳۸ تنو د وژل کېدو لامل

د یونان چارواکو چهارشنبه شپه تایید کړه چې له یوه باروړونکي اورګاډي سره د مسافرو د لېږدوونکي اورګاډي د ټکر د قربانیانو شمېر چې ښایي «غمیزه راوړونکې انساني تېروتنه» وي ۳۸ تنو رسېدلی دی.

د یونان لومړي وزیر متسوتاکیس ویلي چې له بده‌مرغه په دې غمیزه کې هر څه د «انساني تېروتنې» له امله رامنځته شوي دي.

ویل کېږي چې د دې پېښې ډېری قربانیان هغه محصلین وو چې له اوږدو رخصتیو وروسته کور ته روان وو.

د یوناني چارواکو په وینا اټکل کېږي چې د قربانیانو شمېر زیات شي.

یوناني چارواکي هڅه کوي چې د دغو دوو اورګاډو د ټکر لامل پیدا کړي. د چارواکو په وینا دغه اورګاډي په یوه ساعت کې د ۱۶۰ کیلومتره په ګړندیتوب د یو بل پر لور روان وو.

دا پېښه د یونان د مرکز آتن ښار په ۳۲۱ کیلومترۍ لارسیا سیمه کې شوې ده.

۲۸ کلن سرجیو مینیس په دغه اورګاډي کې له سپرو کسانو دی چې له دې پېښې ژوند پاتې شوی دی.

هغه وایي چې له اورلګېدنې وروسته بریالی شو چې ځان له اورګاډی راوباسي.

د یونان دغه اوسېدونکی زیاتوي: «عجیبه وېره وه، اورلګېدنه ډېره ژر پیل شوه. اورګاډی رغړېده او اور یې اخیستی و او له هر ځایه اور راوتلی و.»

د یونان یو بل اوسېدونکی چې له دې پېښې ژغورل شوی وایي: «د تېښتې لار لا د تنګېدو په حال کې وه او خلکو چغې وهلې. موږ وتوانېدو له یوې کړکۍ ځان راوباسو.»

دا په داسې حال کې ده چې د یونان د ترانسپورت وزیر او همداراز د یونان د اورګاډي پټلۍ لوړپوړو چارواکو له دې پېښې وروسته له خپلو دندو استعفا کړې ده.