افغانستان

د هلکانو پرمخ د پوهنتونونو بیا پرانیست؛ د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د لیرې کولو هېڅ خبر نشته

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د چهارشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د کابل په ګډون د سړو ولایتونو په پوهنتونونو کې د نارینه محصلینو ټولګي د وږي میاشتې پر ۱۵ نېټه پیلېږي.

د طالبانو په اعلامیه کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د بیا پرانیست په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبان د ښځو د زده‌کړو لپاره کوم پلان نه لري

د ښځو د حقونو فعاله نازیلا جمشیدي وايي، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت اعلان ښيي، چې دغه ډله د ښځو د زده‌کړو لپاره کوم پلان نه لري.

هغې وويل: «طالبان به هېڅکله په هېڅ حالت کې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر وړاندي ونه‌پرانيزي. د افغان ښځو موضوع او د هغوی فعالیتونه د طالبانو لپاره د وقار موضوع ده. ستونزه د طالبانو ایډیالوژي ده.  دا ټول د دوی تېر ايستل دي.  طالبانو یو ځل بیا خپله ایډیالوژي ثابته کړه.»

 دا ورځې به تیریږي

هما د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د څلورم کال زده‌کړیاله ده.

هغه وايي چې کلونه کلونه يې زده‌کړې وکړې تر دې چې د پوهنتون څلورم کال ته ورسېږي او فارغه شي. خو اوس طالبانو پوهنتون ته د دوی پر تګ بندیز لګولی دی.

هما وویل: «طالبان له موږ وېرېږي، هغوی پوهېږي چې موږ د لوړو زده‌کړو څښتنې ښځې له خپلو حقونو خبرې یو. خو موږ باور لرو چې دا ورځې به تیرې شي.»

درې میاشتې کېږي له کوره نه یم وتلې

افسون د مزارشريف په يوه خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د دويم کال محصله ده.

افسون چې د زده‌کړو پر مهال یې په یوه خصوصي موسسه کې کار کاوه. د ښځو لپاره د تعلیمي مرکزونو له تړلو او په غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار له بندیدو وروسته هغه له درس او کاره دواړو پاتې ده.

افسون وويل، چې له درېيو مياشتو راهيسې له کوره نه ده وتلې.

هغې زیاته کړه: «کله په لیندۍ میاشت کې طالبانو اعلان وکړ چې ښوونیز مرکزونه د نجونو پر مخ وتړل شول، زه پوهېدم چې نجونې او ښځې به تر هغو زده‌کړې او کار ونه‌کړي چې پر افغانستان د دې ډلې واکمني پای ته نه وي رسېدلې. زه نه پوهېږم چې نړۍ به تر کومه وخته طالبانو ته حوصله وکړي؟ نور نه یئ ستړي شوي؟  طالبان به له موږ سره څه وکړي ترڅو نړۍ راضي شي چې دا ډله زموږ پر هېواد د واکمنۍ وړ نه ده.»

 زموږ نجونې یوازې دي

د نجونو زده‌کوونکو ترڅنګ د ښځو پر زده‌کړو دوامدار بندیز د افغانانو غسه  هم راپارولې ده.

د پوهنتون استادې نګین خلیلي آمو ته وویل: «زموږ نارینه، زموږ وروڼه، زموږ پلرونه په افغانستان کې د مقاومت‌ګرو نجونو تر څنګ ودرېدل. طالبانو د دوی د امر پر وړاندې د مخالفینو غږ نه اوري.  له همدې امله هغه فرمانونه چې له کندهار څخه راځې د خلکو په منځ کې له مقاومت پرته منل کېږي. زموږ نجونې یوازې وې او د دې ظلم ټول بوج چې دوی یې اوس زغمي د دوی د یوازیتوب له امله دی.»

تر دې وړاندي طالبانو په یوه لیک کې چې د لوړو زده‌کړو د وزیر ندا محمد ندیم  له لوري لاسلیک شوی و، د روان کال د لیندۍ میاشتې له ۳۰ څخه د ښځو او نجونو پرمخ د لوړو زده‌کړو د مرکزونو دروازې وتړل شوې.

په دغه مکتوب کې راغلي: «د کابینې د ۲۸ پرېکړې پر بنسټ تاسو ټولو ته خبر درکول کېږي، چې تر راتلونکې خبرتیا پورې د نجونو د پوهنتونونو د تړلو فرمان عملي کړئ او د خپلو کړنو په اړه د لوړو زده‌کړو وزارت ته ډاډ ورکړئ.»

د طالبانو دغه اقدام له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو.

د الازهر پوهنتون ستر شیخ احمد الطیب، چې د مسلمانانو علماوو د شورا مشر هم دی، د ښځو پر زده کړو د طالبانو له بندیز سره مخالفت وکړ.

په هغه بیانیه کې چې د الازهر په ټویټرپاڼه کې خپره ده، ویل شوي چې د نجونو لپاره د پوهنتونونو د تړلو پرېکړه د شریعت خلاف کار دی، چې د نارینه او ښځینه لپاره د زانګو څخه تر قبره پورې د علم د زده‌کړې سپارښتنه کوي.

اروپايي ټولنې هم د طالبانو لخوا پر افغان ښځو لګول شوي بندیزونه «جنسيتي توپیر» بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هم له طالبانو غوښتي، چې د ښځو پر زده‌کړو د بندیز په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هم په ټویټ کې د ښځو پر زده‌کړو د طالبانو بندیزونه «بې ارزښته» بللي دي.

له دې ټولو غبرګونونو سره سره طالبانو د نجونو د ښوونیزو مرکزونو له تړلو څلور ورځې وروسته  په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز ولګاوه.

طالبانو ویلي دي چې تر «امر ثانی» پورې به د نجونو ښوونیز مرکزونه تړلي وي. خو د دغه وزارت د اعلان پر بنسټ به د کابل په ګډون د ګرمو سیمو ولایتونو هلکان د وږي میاشتې تر ۱۵ پوهنتونونو ته ولاړ شي او خپلو زده‌کړو ته به دوام ورکړي.

طالبانو په دې اعلاميه کې د ښځينه محصلينو په اړه څه نه دي ویلي؛ د ښځينه محصلينو په وينا، دوی به لا هم په کورونو کې پاتي وي.

له دې ۵۲۸ ورځو سره هم‌مهاله طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي دي.