افغانستان

رابعه؛ هغه مېرمن چې سړې هوا او باران یې ټوله شتمني ترې اخیستې

په افغانستان کې د روان ژمي سړې هوا خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولې دي. د نیمروز ولایت اوسېدونکي هم د سختې یخنۍ، ورښتونو او سېلابونو له امله زیانمن شوي دي.

د طالبانو له خوا د خپرو شویو راپورونو له مخې، په روان ژمي کې د نیمروز ۴۵ اوسېدونکو ژوند له لاسه ورکړی او څه د پاسه اوه زره څاروي هم تلف شوي دي.

سربېره پر دې په دغه ولایت کې سختو ورښتونو ګڼ شمېر کورونه وران کړل او خلکو ته یې ډېر زیانونه اړولي دي.

۵۰ کلنه مېرمن رابعه غلجۍ چې له خپل سپین ږیري خاوند او درېیو ناروغو زامنو سره د زرنج ښار په حاجي شریف کلي کې له د مرګ له ګواښ سره مخ دي. هغه له طالبانو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې ورسره مرسته وکړي.

هغې د امو له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په نیمروز کې بې مخینې یخنۍ یې ۱۵ څاروي چې ټوله شتمني یې وه تر واخیستل او اوس تش لاس نه پوهېږي څه وکړي.

دغه کړېدلې مېرمن په داسې حال کې چې سخته خواشینې ده زیاتوي: «کور مو دروازه نه لرله، باران ورېده کوټه مې پر پښه راوغورځېده، شپږ وزې او نهه سیرلي مې لرل چې مړه شول او اوس هېڅ نه لرم، موږ بې وزله خلک یو، هېچا مرسته نه ده راسره کړې.

د میاشتې زر افغانۍ عواید لرو

هغه په داسې حال کې چې په ګوډه پښه ځي، د ورانې شوې کوټې چت راښيي او وایي چې کله یې غوښتل وزو ته خواړه ورکړي د سخت ورښت له امله د کور چت یې پر پښه وغورځېد او پښه یې ماته شوه، خو د درملنې لپاره پیسې نه لري.

رابعه د دې په بیانولو سره چې یوه د سرو زره ګوتمۍ یې لرله چې د پښې د درملنې لپاره یې پلورلې وايي: «ډاکترانو وویل چې باید هرات ته ولاړه شې، خو زه پیسې نه لرم، د کوڅې له هټۍ پوروړې یم او نور له هغه په پور د توکو اخیستو جراات نه لرم.»

نوموړې زیاتوي: «یو زوی مې د کنګ ولسوالۍ په جګړه کې د مین په چاودنه کې ټپي شو، دوهم زوی مې د زرنج پرلاره پر موټرسایکل سره ټکر وکړ یوه پښه یې ماته شوه، درېیم زوی مې رواني ستونزه لري خو سره له دې شپني کوي او د میاشتې زر افغانۍ اخلي، د کور ټول عاید مو همدا زر افغانۍ دی.»

د رابعې په وینا په نړۍ کې هېڅوک د هغې په شان سختۍ نه دي لیدلې. «موږ په همدې ژمي کې په بې دروازې او سړه کوټه کې شپې ورځې تېروو.»

هغه د طالبانو او خیریه موسسو پر کړنو په نیوکې سره وایي چې درې ځله د طالبانو والي د حکم اخیستو لپاره په ماته پښه د ولایت مقام ته ورغلې، خو د ننوتلو اجازه یې نه ده ورکړې او تش لاس بېرته کلي ته ستنه شوې ده.

په نیمروز کې یوه مدني فعاله حمیرا بلوچ له زیانمنو کورنیو سره د مرستې رسولو پر بڼې په سختې نیوکې سره وايي: «بې مخینې سړې هوا د نیمروز ولایت اوسېدونکي د نورو ولایتونو د خلکو په پرتله زیانمن کړي خو لږ پام ورته شوی دی. طالبان نه دي توانېدلي پر وخت خلکو ته مرستې ورسوي، دوی له سخت وضعیت سره مخ دي، خو ددغو بې وزله خلکو غږ هېڅوک نه اوري.»

په روان کال کې بې مخینې سړه هوا په هېواد کې د زرګونه څارویو د مړینې لامل شوې ده. په دې لړ کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د بشري مرستو پر نه ورکړې په نیوکې سره وايي چې تراوسه چا ورسره مرسته نه ده کړې.