افغانستان

کندهار کې يوه خيريه بنسټ د لسګونه جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره کړل

د کندهار د پنجوائي ولسوالۍ اوسېدونکي ۵۱ کلن خدای نظر ۱۶ کاله مخکې کوژده کړې وه، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې د واده کولو وس نه درلود.

له اوږده انتطار وروسته نن د نوموړي د ژوند دا هیله پوره شوه.

خدای نظر وایي، د دوامداره اقتصادي ستونزو له امله يې د واده کولو وس نه درلود.

نوموړی زیاتوي: «زما کابو شپاړس کاله وشول چې کوژده مې کړې وه، خو د اقتصادي ستونزو له امله مي د واده کولو وس نه درلود، اوس دا دي د سېلاب په مرسته خپل د ژوند ارمان ته رسېږم.»

دغه مراسم په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت د مخکني استازي سید احمد سېلاب په مالي لګښت ترسره شول.

سېلاب وايي، د ټولو زومانو د واده لګښت ترڅنګ یې هغوی ته د کورنۍ د اړتیا وړ توکي هم برابر کړي وو.

نوموړی زیاتوي: «زما ددې ټولو هڅو موخه په ټولنه کې د لوړ ولور د دود مخنیوی او د بېوزله وګړو لاسنيوی دی او تل به د همدې ډول بېوسه خلکو لاسنيوی کوم.»

د نني ډله‌ییز واده د زومانو د کورنیو غړي هم له هېوادوالو غواړي چې پر خپلو لوڼو د لوړ ولور له اخیستو ډډه وکړي.

ګلدستې چې تازه يې زوی ته د سېلاب خېريه بنسټ په مرسته د واده مراسم ترسره شول وايي، خوشحاله ده او له کورنیو غواړي چې پر خپلو لوڼو لوړ ولور وانخلي.

سېلاب خيريه بنسټ د سوداګرو او بهر مېشتو افغانانو په مرسته د کندهار ترڅنګ د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډله‌ییز ودونه ترسره کوي او وایي موخه يې د لوړ ولور مخنیوی او په کم لګښت د ودونو ترسره کول دي.