فرهنګ او هنر

هرات کې د هنري نندارتون جوړېدل؛ د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره همدردي

په هرات کې فرهنګیانو، د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره د همدردۍ له امله، د نقاشۍ او ښکلي لیکنو نندارتون جوړ کړ.

د «من او نقاشي» په نوم دا نندارتون په هرات کې د یوې ډلې ځوانو هنرمندانو له خوا جوړ شو.

د دغه نندارتون جوړونکی وحید احمد انوري وايي: «ددې نندارتون د جوړولو موخه، د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره همدردي ده.»

د انوري په وینا، په دغه نندارتون کې ۴۵ هنري آثار د درېیو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې ددې نندارتون په نقاشیو کې ورانې او زیانمنې شوې ودانۍ او همداراز د خاورو انبارونه او د زلزلې زیانونه انځور شوي دي.

انوري ټینګار وکړ چې له زلزله ځپلو سره د حضوري همکارۍ نه کولو له امله، له دې لارې غواړي له هغوی سره همدردي ولري.

له بلې خوا، له دغه هنري نندارتونه لیدونکي وايي چې ددغه راز نندارتونونو جوړېدل د دوستو او مسلمانو هېوادونو ترمنځ دوستي او ورولي زیاتولای شي.

د دې ولایت اوسېدونکي زیاتوي که افغانان د نقدي او نورو مرستو وس نه لري، لږترلږه د دغه راز پروګرامونو په جوړولو سره، د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره او د قربانیانو له کورنیو سره همدردي کولای شي.

له دغه نندارتونه یو لیدونکی علي احمد وايي: «زموږ ځوانان د نقاشۍ او خطاطۍ هنر سره د ترکیې او سوریې له خلکو سره همدردي وښودله او راغلي یو چې له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړو.»

اخوا، په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم الحق حقاني وایي: «افغانانو تل له نورو هېوادونو په تېره بیا اسلامي هېوادونو سره همدردي کړې او تر خپلې وسې یې ورسره همکاري کړې ده.»

حقاني زیاتوي چې ددې نندارتون جوړول او د انځورګرۍ او ښکلي لیکلو په چوکاټ کې د فرهنګي ځوانانو همدردي د افغانستان خلکو ته د یووالي پيغام رسوي.

په هرات کې د ترکیې د تیکای دفتر مسوول دنیز عرفات، ددغه نندارتون او د هرات د ځوانانو او فرهنګیانو له همدردۍ او یووالي مننه وکړه.

هغه زیاته کړه چې د دوستو او مسلمانو هېوادونو په تېره بیا افغانستان خلکو تل او په هر حالت کې د ترکیې د خلکو ترڅنګ ولاړ وو او په بېلابېلو طریقو یې خپله همدردي وسره ښودلې ده.

نوموړي وویل چې د ترکیې اوسېدونکو په وروستۍ زلزله کې زیات زیانونه زغملي او همکارۍ او مرستې ته سخته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې دي چې کابو درې اونۍ مخکې، د ترکیې او سوریې یو شمېر ښارونه ۷،۸ درجې زلزلې ولړزول چې له امله یې ددغو هېوادونو اوسېدونکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

ویل کېږي چې تراوسه ددې زلزلې له امله د تلفاتو شمېر له ۵۰ زره تنو زیات شوی دی.

د تازه راپورونو له مخې، د ترکیې دولت زیات شمېر کسان په دې هېواد کې د ناقانونه ودانیزو کارونو په تړاو نیولي دي.