افغانستان

غور کې یوه ځوان د معلولینو ځانګړی موټرسایکل جوړ کړ

غور کې د تخنیکي او مسلکي انستیتوت یو محصل وایي چې له دوو کلونو زیار وروسته بریالی شوی چې د معلولینو ځانګړی موټرسایکل جوړ کړي.

محمد رحمتي چې د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ اوسېدونکی او د دغه موټرسایکل جوړوونکی دی، د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وايي: «هغه انګېزه چې د دې لامل شوه زه د معلولینو ځانګړی موټرسایکل جوړ کړم، دا وه چې دغه کسان وکولای شي په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.»

ښاغلی رحمتي زیاتوي، چې د دغه موټرسایکل ټول وسایل یې خپله پلان کړي او د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونکو تر څارنې لاندې یې جوړ کړی دی.

هغه ټینګار وکړ: «ما د دغه موټرسایکل په جوړولو کې له هغو زړو وسپنو چې مقاومت لري او په ځینو ځایونو کې د لرګي له تختې او پلاستیکي بوشکو کار اخیستی دی.»

هغه همداراز وویل چې د دې موټرسایکل پر جوړولو یې ۸۰ زره افغانۍ لګښت کړی دی.

اخوا د غور یو شمېر ځوانان وایي چې مسوولین باید له داسې ځوانانو چې په نوښتونو کې ارزښتناک رول لري، ملاتړ وکړي ترڅو هغوی وکولای شي نور پرمختللي وسایل هم جوړ کړي.

د فیروزکوه ښار یو اوسېدونکی غلام علي حسیني وایي: «داسې ځوانان چې نوښتونه رامنځته کوي باید وهڅول او ملاتړ ترې وشي ترڅو وکولای شي لا لوی کارونه وکړي او د دغه موټرسایکل جوړول د معلولینو لپاره ښه اسانتیا برابرولای شي.»

د غور د معلولینو ټولنې مسوول عبدالقیوم بهبودي د معلولینو د دغه ځانګړي موټرسایکل له جوړولو پر هرکلي سربېره د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي، چې په دې ولایت کې معلولین کمو امکاناتو ته هم لاسرسی نه لري او دولت باید هغوی ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي.

په دې لړ کې غور ولایت کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي چې هغوی د ځوانانو د وړتیاوو د ودې لپاره خپله ټوله هڅه کوي ترڅو لا زیات او ښه نوښتونه وکړي.

غور کې د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس وایي: «ځایي اداره له داسې ځوانانو چې نوښتګر دي او غوره استعدادونه لري او د هېواد د اقتصاد د ودې په برخه کې کار کوي، ملاتړ کوي ترڅو زموږ ځوانان لا زیات کار وکړي او ویاړونه راوړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم ځوانانو په خپل وار داسې وسایل جوړ کړي چې کولای شي د خلکو ځینې ستونزې هوارې کړي. د هېواد نوښتګر ځوانان همداراز د طالبانو له ادارې او نړیوالو او ملي سازمانونو تمه لري چې له هغوی ملاتړ وکړي ترڅو وکولای شي لا زیات پرمختګونه او لاسته‌راوړنې ولري.