سوداګري

په سویس کې د افغانستان د شتمنیو ۳۴ میلیون ډالري ګټه

د افغانستان د اماني صندوق یو غړی وایي؛ له هغې وروسته چې د افغانستان بانک له اسعاري زېرمو درې نیم میلیارد ډالر له امریکا څخه سویس ته ولېږدول شول، له دغو شتمنیو ۳۴ میلیون ډالره خالصه ګټه ترلاسه شوې ده.

په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق یو غړی شاه محمد محرابي په دې اړه وايي چې د افغانستان درې نیم میلیارد ډالره اسعاري شتمني له ۳۶ میلیون ډالرو ګټې سره د افغانستان اماني صندوق ته ولېږدول شوه او له هغې وروسته ۳۴ میلیون ډالره نوره ګټه هم ترلاسه شوې چې د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې ترپایه د افغانستان د اسعاري شتمنیو ټوله ګټه اویا میلیون ډالرو ته رسېږي.

شاه محمد محرابي وویل: «د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې ترپایه له ۳۶ او ۳۴ میلیون ډالرو ګټې سره له ۳،۵ میلیارد ډالرو، باید په افغانستان کې د مالي ثبات او پیسو د ارزښت د ساتلو لپاره کار واخیستل شي.»

له دې سره په یو وخت، د افغانستان د اماني صندوق پلاوي په خپله دوهمه ناسته کې، د افغانستان د شتمنیو ساتلو ته په پام سره د افغانستان د مالي صندوق د لازیات کارندوالي به هکله پرېکنده پرېکړې کړې دي.

محرابي چې د دغه صندوق غړیتوب لري او د افغانستان بانک د تفتیش کمیټې رییس دی په دې اړه وايي چې پلاوي د افغانستان د اماني صندوق د عملیاتي لګښتونو لپاره د بهرنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د اماني صندوق پلاوي د غړو ترمنځ د هوکړې له مخې، د افغانستان د اسعاري زېرمو د کلني عاید یوه برخه به عملیاتي لګښتونو ته بېله شي.

محرابي زیاته کړه: «مدیره پلاوي د اجرايي منشي پست لپاره د ګمارلو بهیر ارزولی او د ځانګړو موقعیتونو لپاره یې نوماندان مشخص کړل. دوی همداراز هوکړه کړه چې د افغانستان د مشورتي کمیټې د ګمارلو او د نړیوالې مشورتي کمیټې د جوړولو لپاره شرایط وارزوی.»

هغه ټینګار وکړ چې دې پلاوي همداراز له دې لارې د پیسو د ورکړې او بالقوه لارو چارو د لټولو لپاره لازم ګامونه او د نظر تبادله کړې ده.

د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وایي، باید د افغانستان د شتمنیو له ګټې د هېواد د پیسو د ثبات په برخه کې ګټه پورته شي.

هغه ټینګار وکړ: «د افغانستان شتمني چې اوسمهال یې درې نیم میلیارد ډالر په سویس کې ساتل کېږي باید داسې مدیریت شي چې له هغې د افغانیو د ثبات په برخه کې ولګول شي.»

امریکا په ۲۰۲۲ کال کې له خپلو نړیوالو شریکانو په تېره بیا سویس سره په همغږۍ، د افغانستان د اسعاري زېرمو د ساتلو په موخه د افغانستان اماني صندوق جوړ کړ.

د افغانستان له کنګل شویو شتمنیو درې نیم میلیارد ډالر دغه صندوق ته لېږدول شوې او تمه کېږي چې پاتې درې نیم میلیارد ډالر هم دغه صندوق ته ولېږدول شي.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې دوهم درې نیم میلیارد ډالر به په هغه صورت کې د افغانستان اماني صندوق ته ولېږدول شي چې د نیویارک محکمه د دغو شتمنیو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي او دا اندازه پیسې د سپتمبر د یوولسمې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ورنه کړل شي.

د افغانستان اماني صندوق څلور غړی لري چې دوه د افغانستان اقتصادي کارپوهان هم پکې دي. د مخکیني حکومت د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي، د افغانستان بانک د تفتیش کمیټې برحاله رییس شاه محمد محرابي، په سویس کې د امریکا سفیر او د سویس د بهرنیو چارو وزارت یو استازی د دغه صندوق د بورډ غړي دي.