افغانستان

فډرال قاضي د خپلې پرېکړې د ځنډولو لپاره د سپتمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو غوښتنه رد کړه

د امریکا یو فډرال قاضي وايي، د سپټمبر د یوولسمې بریدونو د قربانیانو کورنۍ نه شي کولای د افغانستان بانک شتمنیو د ځنډولو په هکله د امریکا پرېکړه لغوه کړي.

جورج ډانیلز وایي چې د افغانستان بانک له شتمنیو د سپتمبر د یوولسمې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د ګرمې ورکولو لپاره د پرېکړې ځنډولو په اړه د دغو کورنیو غوښتنه رد کړې ده.

رویټرز رپوټ ورکړی چې دا کورنۍ چې څه د پاسه لس زره کسان دي، د امریکا له فډرال قاضي یې غوښتي د افغانستان بانک شتمنیو د ځنډولو په هکله فبرورۍ د ۲۱مې پرېکړې ودروي.

د امریکا فډرال قاضي جورج ډانیلز د جمعې په ورځ د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې بریدونو د قربانیانو کورنیو غوښتنه رد کړه.

دغو کورنیو د امریکا د فډرال قاضي د دې پرېکړې د ځنډولو غوښتنه کړې وه ترڅو د افغانستان بانک درې نیم میلیارد ډالري شتمني د قربانیانو کورنیو ته بېل شي.

جورج ډانیلز ویلی چې د سپتمبر د یوولسمې قربانیانو کورنۍ د زیانونو د ګرمې ورکولو په نوم د افغانستان بانک له کنګل شویو شتمنیو د میلیونونه ډالرو مستحق نه دي.

جورج ډانیلز وویل: «لیرې ښکاري چې د دغو کورنیو غوښتنه دې پایله ولري، د جو بایډن د اجرايي فرمان له امله چې د فبرورۍ په درېيمه یې د افغانستان د انساني ناورین په اړه د شتمنیو کنګلېدل تر یوه کال پورې وغځول.»

د تېرې اونۍ پر سه شنبې ورځ د امریکا یوه قاضي کورنیو ته د ګرمې ورکول رد کړي چې له هغې وروسته د قربانیانو کورنیو د هغه د پرېکړې د ځنډولو غوښتنه وکړه.

د اقتصادي مسایلو شنونکی سیّر قریشي وایي، چې د افغانستان پاتې درې نیم میلیارد ډالر شتمنۍ هم باید سویس کې د افغانستان اماني صندق ته ولېږدول شي.

قریشي زیاتوي: «باید په هماغه ډول چې د افغانستان د شتمنۍ ۳.۵ میلیارد ډالر اماني صندق ته لېږدول شوي دي، ۳.۵ میلیارد ډالر نور هم ولېږدول شي؛ خو دا په داسې حال کې ده چې امریکا او نړۍواله ټولنه د اسلامي امارت (د طالبانو ادارې) د رسمیت پېژندلو په برخه کې ځینې اندېښنې لري او د طالبانو یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم تر اوسه په تور نوملړ کې دي.»

هغه دوام ورکړ: «کله چې د افغانستان د دولت برخلیک وټاکل شو، له هغې وروسته دې دغه پیسې بېرته افغانستان وګرځول شي؛ ځکه چې دا پیسې د افغانانو دي.»

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک د سپتمبر د یوولسمې قربانیانو کورنیو ته د افغانستان له شتمنۍ د ګرمې د ورکولو په تړاو د امریکا د فډرال قاضي جورج ډانیلز له پرېکړې هرکلی کړی دی.

دغه بانک د چهارشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د افغانستان اسعاري زېرمې، د افغانانو شتمني ده چې د پولي ثبات، د مالي سیستم د پیاوړتیا او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره کار ترې اخیستل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د سه شنبې پر ورځ د امریکا فډرال قاضي جورج ډانیلز ویلي دي، چې له حقوقي پلوه طالبان د افغانستان «مشروع حکومت» نه شو ګڼلای او د افغانستان بانک پیسې د هغوی نه دي.