افغانستان

طالبانو په ۱۲ ولایتونو کې ۲۷ نوې ولسوالۍ رامنځته کړې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت آمو ته وویل، چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمان له مخې دغې ډلې په ۱۲ ولایتونو کې ۲۷ نوې ولسوالۍ رامنځته کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، چې دغه ولسوالۍ په بغلان، فاریاب، فراه، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې جوړې شوې دي.

طالبانو تر اوسه د دغو ولسوالیو د نومونو په اړه پرېکړه نه ده کړې، خو نوې رامنځته شوې ولسوالۍ مخکې د یادو ۱۲ ولایتونو د ولسوالیو کلي وو. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې ښایي دغه ۲۷ نوې رامنځته شوې ولسوالۍ د هماغه «کلیو» په نوم د دې ډلې په تازه جوړښت کې زیاتې شي.

عبدالنافع ټکور د دغو ۲۷ ولسوالیو د رامنځته کولو موخه په سختو سیمو کې وګړو ته د لا غوره خدماتو وړاندې کول اعلان کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه، چې د دې ډلې وزیرانو ټولو وزارتونو، ادارو او بنسټونو ته امر کړی چې په دغو ۲۷ ولسوالیو کې خپلې څانګې فعالې کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې تر اوسه د دې ولسوالیو د بودیجې په اړه هم کومه پرېکړه نه ده شوې، خو ټاکل شوې چې د دې ډلې په نویو تشکیلاتو کې زیاتې شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دې تړاو د کره معلوماتو له وړاندې کولو ډده وکړه.

افغانستان په مخکیني حکومت کې ۳۶۴ ولسوالۍ لرلې خو د طالبانو له دې پرېکړې سره به د ولسوالیو شمېر ۳۹۱ ته ورسېږي. طالبانو د روان هجري لمریز کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۵، د پروان ولایت د مرکز چاریکار ښار تاریخي نوم «امام ابوحنیفه» ته بدل کړ. د طالبانو دغه اقدام پراخ غبرګونونه راوپارول.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د طالبانو دغه کار «د ښارونو د نومونو د بدلولو بهیر پیل» وباله او یو شمېر نورو بیا له «چاریکار ښار» څخه «امام ابوحنیفه» ته د نوم بدلون له «فارسي ژبې سره د طالبانو دښمني» وبلله.