افغانستان

کونړ کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې

پنځه میاشتې مخکې په کونړ سیند کې یو لوي سېلاب راغی چې له امله يې په دې ولایت کې د سیند شاوخوا ګڼ شمېر کورونه ویجاړ او یا هم زیانمن شول او د دغو سیمو اوسېدونکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

له دغه سیمو یوه د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د کوچیانو بېله ده چې پکې لسګونه کورونه ویجاړ شوي او دا کورنۍ لا هم تر شنه اسمان لاندې په بادو باران کې شپې ورځې تېروي.

د دې سمیې اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه برخه کې حکومت (طالبانو ادارې) او مرستندویه بنسټونو هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

دوی زیاتوي، کورونه، کرنیزې ځمکې او ښوونځي يې سېلاب زیانمن کړي چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

سلیمان د سرکاڼو ولسوالۍ د کوچیانو بېلې په نوم کلي هغه اوسېدونکی دی چې سېلاب يې کور نړولی دی.

نوموړی وايې: «زموږ کورونه خامه وو تراوسه په دې سیمه دومره لوی او تېز سېلاب نه و رغلی، د شپې ویده وو چې ناڅاپه مو وېروونکی غږ واورېده، فکر مو وکړ چې آسمان وتنېده خو لږ وروسته مو د کور کوټو ته د سېلاب اوبه راغلې یوې او بلې خوا ته مو منډې وکړې خو هرې خوا ته د اوبو غږ و.»

هغه زیاتوي، په لږ شېبه کې یې کورونه ونړېدل او تر اوسه همداسې ویجاړ دي او دوی تر خېمو لاندې ژوند کوي.

سیلمان وايي: «په لومړیو کې د سرې میاشتې ټولنې له خو د اړینو توکو لږ څه مرسته وشوه خو بیا مو هېچا پوښتنه ونه کړه، له ټولو خیریه بنسټونو، موسسو او موجوده حکومت څخه غواړو چې زموږ لاسنیوی وکړي.»

که څه هم له دغو سېلاب ځپلو سره لومړنۍ مرستې شوې خو بسنه نه کوي ځکه له یوې خوا د ژمي سړه هوا او له بله پلوه بې وزلۍ یې ستونزې زیاتې کړې دي.

دغه سېلاب ځپلې کورنۍ زیاتوي، که حکومت (طالبانو اداره) او مرستندویه بنسټونه ورسره مرستې ونه کړي کړاوونه او ستونزې به یې لازیاتې شي.

ددې سیمې بل اوسېدونکی صدیق الله وايي: «زمو، ښوونځی، کورونه او ابادې ځمکې ویجاړې شوې خو تراوسه هېچا په دې برخه کې مرسته نه ده راسره کړې، له یوې خوا مو ماشومان له زده کړو بې برخې شوي او له بله پلوه له روغتیايي او نورو ستونزو سره مخ یو نو هیله مو دا ده چې نړیوال بنسټونه راسره مرستې وکړي.»

نه یوازې د کونړ بلکې د دې ولایت په ګاونډ نورستان په ځینو سیمو کې هم سېلابونو ځایي اوسېدونکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي چې اوسمهال له پراخو ستونزو سره مخ دي.