افغانستان

طالبانو په بامیان کې نجونې زده کوونکې د «وسلې په زور» له ټولګي وایستلې

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې مامورینو سه شنبې د کب په دوهمه په بامیان ولایت کې د نجونو پرمخ ښوونیز مرکزونه وتړل.

په بامیان کې یو شمېر نجونې زده کوونکې وایي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکي نن سهار د «کوثر دانش» روزنیز مرکز ته ورغلل او نجونې يې د وسلو په زور او سپکاوي سره له ټولګي وایستلې.

په بامیان کې سرچینې وایي چې د کوثر دانش روزنیز مرکز د نجونو او هلکانو لپاره د کانکور آزموینې دوه سوه کسیز ځانګړی ټولګی درلود، طالبان دغه ټولګي ته ورغلل او زده کوونکې یې ترې بهر کړې او دغه ښوونیز مرکز یې وتاړه.

نیلوفر چې د بامیان د کوثر دانش په ښوونیز مرکز کې د کانکور آماده ګي وايي هغه نجلۍ ده چې له ټولګي ایستل شوې ده.

هغه په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې شوې وایي: «موږ د درس ویلو په حال کې و چې د طالبانو د امربالمروف کسان راغلل دروازه یې وټکوله، راننوتل په ډېر بد او له سپکاوي ډک وضعیت سره یې موږ له ټولګي وایستلو. موږ غوښتل پوښتنه وکړو چې ولې نه پرېږدئ درس ووایو، تومانچې یې راباندې وایستلې، لږترلږه که یې موږ نه پرېښودو باید هلکانو خو یې اجازه ورکړې وای خو هغوی یې هم وایستل.»

نیلوفر چې د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې وه او د طالبانو په راتلو سره ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري او زیاته یې کړه: «زموږ درس ویل دوی ته څه زیان رسوي؟ موږ دومره زحمت ایستلی، ټولې هیلې مې له خارو سره خاورې شوې.»

بانو یوه بله زده کوونکې ده چې نن په بامیان کې د انګلیسي ژبې له روزنیز مرکزه ایستل شوې، هغه وايي چې د ښوونکي درس ته موږ غوږ نیولی و چې ناڅاپه طالبان راغلل او په وحشیانه ډول یې دروازه پر دېوال ووهله. دوی له موږ څخه عکسونه واخیستل او وروسته یې له ټولګي وایستلو.

هغه زیاتوي، طالبانو وویل چې تاسو د زده کړو حق نه لرئ، د کورس دروازه یې وتړله او مهر و لاک یې کړه.

نوموړې وایي: «موږ ښځې یو، سبا مور کېږو او دا اولادونه لویوو، کله چې موږ ونشو کولای، خپل غږ پورته کړو څه ډول او څوک به د دې ټولنې بچیان وروزي؟»

د سرچینو په وینا په بامیان کې څو ښوونیز مرکزونه فعالیت لري چې نجونې او هلکان پکې په زده کړو بوخت وو خو طالبانو نجونې له دغه مرکزه ایستلې دي.

یوه بله زده کوونکې ریحانه دې ته په اشارې سره چې طالبانو له ښوونیز مرکزه د نجونو د ایستلو پرمهال له تاوتریخوالي کار واخیست وویل: «طالبان څه ډول ځان ته اجازه ورکوي چې پر ښځو لاس پورته کړي.»

هغې زیاته کړه: «موږ غواړو درس ووایو او خپل هېواد ته خدمت وکړو ترڅو یوه ورځ راورسېږي چې د افغانیت په خاطر تحقیر نه شو.»

له بلې خوا، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس سیف الرحمان محمدي آمو ته وویل چې، په کوثر دانش ښوونیز مرکز کې نجونو او هلکانو ګډ درس وایه او طالبان د دوی د اصلاح لپاره ورغلي وو. سیف الرحمان محمدي د طالبانو له خوا د نجونو زده کوونکو توهین او سپکاوی ردوي او وایي چې دا ښوونیز مرکز پرانیستی دی او د نجونو او هلکانو ټولګي یې سره جلا کړي دي.

طالبانو د روان کال د لیندۍ په دېرشمه ټول تحصیلي مرکزونه د نجونو پرمخ وتړل. له هغې څلور ورځې وروسته دغې ډلې په موسسو کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.