افغانستان

په دې وروستیو کې د نیول شویو کسانو ناڅرګند برخلیک

د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل، سندرغاړی موسی شاهین، د ښځو حقونو فعاله نرګس سادات او د پوهنتون استاد ذکریا اصولي هغه کسان دي چې په تېرو اونیو کې د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا نیول شوي دي.

د دغو کسانو کورنۍ او خپلوان وایي، چې د هغوی تر نیول کېدو وروسته یې په اړه هېڅ ډول معلومات نه لري او نه‌پوهېږي چې چېرته او په څه وضعیت کې دي.

د اسماعیل مشعل د وضعیت په اړه هېڅ خبر نه لرو

د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل د روان کال د سلواغې میاشتې پر ۱۳ د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا د یوه اعتراضي اقدام پرمهال ونیول شو. اوس د ښاغلي مشعل خپلوان وایي چې له نوموړي هېڅ خبر نه لري او نه‌پوهېږي چې هغه چېرته زنداني دی او له څه ډول وضعیت سره مخ دی.

د ښاغلي مشعل یو نږدې همکار وايي چې د اسماعیل مشعل له کورنۍ سره یو ځای څو ځله د طالبانو ادارو ته ورغلي دي، خو د استاد اسماعیل مشعل په اړه یې هېڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي.

هغه په دوام کې وویل: «موږ اندېښمن یو چې ولې د هغه ځای نه راته په ډاګه کوي، ځکه د هغه وضعیت ته اندېښنه لرو. یو ځل یې وویل چې د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې دی موږ عمومي ریاست ته عریضه وکړه، ۴۰ ریاست ته مو احکام واخیستل او کله چې د هغه ځای ریاست ته ورغلو وې‌ویل، دلته نشته. ځای یې نه راښيي او دا زموږ د اندېښمن لامل شوی دی.»

د ښاغلي مشعل دغه همکار وایي، چې د مشعل مور او اولادونه په ناوړه روحي وضعیت کې دی او د هغه وضعیت ته اندېښمن دي.

د ورور له وضعیته بې‌خبرۍ اندېښمن کړي یو

یو سیمه‌ییز سندرغاړی موسی شاهین د روان کال د سلواغې میاشتې پر پنځمه نېټه د خیرخانې کوتل په اړوند سیمو کې له خپل کوره د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو. د نوموړي کورنۍ هم د ده د وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه لري او خواشینې ده.

د موسی شاهین ورور عبدالوهاب عاصم وایي، چې هغه یې له نیولو راهیسې نه دی لیدلی او د خپل ورور د ساتلو د ځای او شرایطو په اړه خبر نه لري.

عاصم وایي چې شاهین ورور یې د نیولو پرمهال په بې‌رحمۍ سره وهل ټکول او وروسته پنجشېر ته ولېږدول شو.

هغه دوام ورکړ: «موږ معلومات لرو چې ورور مې د استخباراتو په ریاست کې دی. د شاهین د خوشي کېدو لپاره مو ډېرې هڅې وکړې، د پنجشېر یوه ډله سپین‌ږیري مو طالبانو ته ورولېږل، خو هغوی ونه‌منله او په ځواب کې یې وویل چې د شاهین جرم ډېر دروند دی.»

عاصم د دې په بیانولو چې د هغه له وضعیته بې‌خبري یې د اندېښنې لامل شوې وویل: «موږ ته یې یوازې ویلي، چې هغه د استخباراتو ۴۰ ریاست ته لېږدول شوی دی. موږ ټول له بشپړې خواشینۍ سره مخ یو او د هغه روغتیایي وضعیت ته اندېښمن یو. نه پوهېږو چې په څه حالت کې دی.»

د شاهین ورور وایي چې مور یې د شکر ناروغي لري او د وینې فشار یې هم لوړېږي. د شاهین نشتون د هغې ناروغي زیاته کړې او خپل زوی ته سخته اندېښمنه ده.

د شاهین کورنۍ له طالبانو غواړي چې ښاغلی شاهین خوشی کړی. د هغوی په وینا شاهین هېڅ جرم نه درلود او هېڅ سازمان او ډلې پورې نه و تړلی.

لیکوال او څېړونکی ذکریا اصولي د سلواغې پر ۹ نېټه د طالبانو له خوا نیول شوی دی. استاد اصولي پر فرهنګي فعالیتونو بوخت و.

د ښاغلي اصولي یو خپلوان وایي چې د نوموړی د نیول کېدو لامل نه دی روښانه او د هغه له نیولو راهیسې د ده په اړه هېڅ معلومات نه لري او کورنۍ او ملګري ټول د هغه وضعیت ته اندېښمن دي.

موږ د نرګس سادات روغتیا ته اندېښمن یو

د ښځو حقونو فعاله او یوه معترضه نرګس سادات د سلواغې پر ۲۲ نېټه د کابل په پل‌سرخ سیمه کې داسې مهال چې ډاکتر ته د درملنې لپاره روانه وه، د طالبانو له خوا ونیول شوه.

د نرګس سادات یوه نږدې همکاره مونسه مبارز وایي، یوولس ورځې کېږي چې اغلې سادات نیول شوې ده. په پرله‌پسې هڅو سره سره یې د هغې موقعیت نه دی پیدا کړی.

هغې ټینګار وکړ: «موږ د امنیتي اندېښنو ترڅنګ چې اغلې سادات ته یې لرو، د هغې روغتیایي وضعیت ته هم اندېښمن یو. ځکه د نیول کېدو پرمهال ناروغه وه. د نرګس سادات کورنۍ د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست ته ورغلې ده. هغوی یې ۴۹ ریاست ته لېږلي دي، خو دغو دوو بنسټونو ویلي چې د هغې د ساتلو د ځای په اړه هېڅ ډول معلومات نه لري.»

اغلې مبارز وایي چې هغې او د اغلې سادات یو شمېر نورو همکارانو له نړیوالو بنسټونو سره هم اړیکه نیولې ده، خو د اغلې سادات د وضعیت په اړه یې معلومات نه دي ترلاسه کړي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنۍ اتلس میاشتې وروسته د ښځو حقونو او بشري حقونو د فعالانو د نیولو اقدام کړی دی. که څه هم د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د طالبانو دغه اقدامونه خپلسري بللې او غندلي یې دي، خو د طالبانو خپلسرې نیونې لا هم دوام لري. په دې منځ کې د پوهنتونونو د استادانو او د بشري حقونو د فعالانو په ګډون زیات کسان پېژندل او نیول شوي دي او د برخلیک په اړه یې معلومات نشته.