نړۍ

اوکراین ته د بایډن ناڅاپي سفر؛ واشنګټن کي‌یف ته نوې پوځې مرسته لېږي

د امریکا ولسمشر جوبایډن نن دوشنبې له مخکې په نه اعلان شوي سفر د اوکراین پلازمیني کي‌يف ته سفر وکړ.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې پر اوکراین د برید کلیزې ته یوازې څو ورځې پاتې دي.

دا سفر د اوکراین له خلکو سره د واشنګټن د یووالي او ملاتړ ښودلو په موخه شوی او ټاکل شوې امریکا له اوکراین سره پوځي مرسته وکړي.

د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د بایډن د کتنې پرمهال، د اوکراین په ټول پلازمیني کې د هوايي برید زنګونه وکړنګول شول؛ خو د روسیې د توغندويي او هوايي برید هېڅ رپوټ نه دی خپور شوی.

بایډن ویلي، تر هغه چې لازمه وي، د اوکراین ترڅنګ به ودرېږي.

امریکا تراوسه د روسیې د سمبال پوځ د بریدونو په وړاندې د مقابلې په موخه تر ټولو لوي پوځي مرسته کوونکی هېواد دی.

زلنسکي له بایډن سره په ګډه خبري ناسته کې وویل: «ستاسو سفر، له اوکراینیانو د ملاتړ لپاره ډېره مهمه نښه ده.»

بایډن ویلي چې واشنګټن به د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د تازه پوځي مرستو بسته چې د سه شنبې په ورځ به اعلان شي، کي‌يف ته ولېږي.

نوموړي زیاته کړې چې په دغو مرستو کې به په لوړو ځواک سره د توغندويي سیستم لپاره لازیات مهمات شامل وي.

د امریکا ولسمشر همداراز د جګړې پرمهال د اوکراینیانو د مېړانې په ستاینې سره څرګنده کړه چې نوموړي د امریکا د ولسمشر د مرستیال په توګه شپږ ځله له کي‌یف څخه لیدنه کړې ده.

نوموړي ویل: «پوهېدم چې کي‌یف ته راستنېږم.»

په داسې حال کې چې زلنسکي او بایډن د کي‌یف د مرکز په کلیسا کې وو، د هوايي برید زنګونه وکړنګېدل.

له بلې خوا، کي‌يف ځان د هغه څه لپاره چمتو کوي چې لوی برید بلل شوی دی.

کي‌یف ته د بایډن سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې نن په ۲۰۱۴ کال کې له دولتي ضد اعتراضونو سره برابره ده چې د مسکو د ملاتړ وړ ولسمشر د پرځولو لامل شو. په دغو اعتراضونو کې له سلو زیات کسان چې اوس «سل جنتي» بلل کېږي ووژل شول.