افغانستان

تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې

په ننګرهار کې سرچینې وایي چې طالبانو او پاکستاني پوځیانو له تېرې شپې راهیسې د هېواد په ختیځ کې تورخم دروازې ته نږدې درې ځله نښتې سره کړې دي.

ددغو سرچینو په وینا، د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نن سهار وختي د تورخم له دروازې سره درې ځله نښتې شوې چې لږترلږه دوه ساعته یې دوام وکړ. په دغو نښتو کې د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه کره مالومات نه دي ورکړل شوي خو پاکستاني پوځیانو د خپل یو غړي ټپي کېدل تایید کړي دي.

له بلې خوا سرچینې زیاتوي، دیورند کرښتې ته څېرمه د ننګرهار به دُر بابا کې سیمه کې تېره شپه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې دوه طالبان وژل شوي دي.

له دغو نښتو څو ساعته مخکې د دوشنبې ماښام مهال طالبانو تورخم دروازه د خلکو پرمخ وتړله او لامل یې پر خپلو ژمنو د پاکستان عمل نه کول بللي دي.

طالب چارواکو تراوسه په دې اړه جزییات نه دي ورکړي.

دغه نښتې په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ په امنیتي ناسته کې په خبرواترو کې افغانستان کې سیمې ته د ترهګرو له خوا د فعالیتونو له خوا راپورته شویو ګواښونو په اړه وویل او له دغه ګواښ سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې پر همغږۍ یې ټینګار وکړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغو خبرو په غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چا ته به اجازه ورنه‌کړي ترڅو له افغانستانه د سیمې امنیت وګواښي.