افغانستان

د قلعه نو – میمنې حلقوي سړک د پشپړېدو غوښتنې

د قلعه نو – میمنې لویې لارې یو شمېر موټر چلوونکي او ځایي اوسېدونکي وایي، چې د مخکینيو حکومتونو د مسوولینو د بې‌پامۍ له امله د حلقوي سړک د جوړولو پاتې کار چې هرات او بادغیس له شمالي ولایتونو سره نښلوي، نیمګړی پاتې دی او هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې.

۲۶ کلن عبدالغني شپږ کاله کېږي چې د قلعه نو – میمنې پر لویه لار مسافر وړي راوړي. هغه د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي، چې د دغې خامه لارې د خرابوالي له امله ډېر په سختۍ تګ راتګ کوي.

هغه دوام ورکړ: «فلانکوچ موټر لرم او تر شپږو کلونو زیاته موده کېږي، چې پر دې لویه لاره کار کوم، لار ډېره خرابه ده. څو کاله مخکې د دغه سړک د کرېړ کولو کار پیل شوی و؛ خو دوام یې ونه‌کړ. پر همدې لار زموږ موټر خراب شول او ډېرې ستونزې مو لیدلې دي.»

د دې لارې یوه بل موټرچلوونکي عبدالبصیر د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل، چې هغوی پر دې لار له ډېرو ګواښونو سره سره مسافرین د هېواد شمالي ولایتونو ته لېږدوي.

هغه دوام ورکړ: «لار ډېره خرابه ده، په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې چې هوا ډېره سړه وي او واوره ورېږي، زموږ ستونزې زیاتېږي. پر سړکونو هېڅ کار نه دی شوی او که بې‌غوري وکړې، له موټر او مسافرو سره یو ځای درو ته سقوط کوې او موږ تل له همدې ګواښ سره پر دې لار تګ راتګ کوو.»

د قلعه نو – میمنې لویې لارې موټرچلوونکي د طالبانو له ځایي او مرکزي مسوولینو غواړي چې د حلقوي سړک کار بشپړ کړي ترڅو هغوی او مسافر له وېرې پرته سفر وکړي.

د بادغیس اوسېدونکي هم د مخکینیو حکومتونو پر مسوولینو نیوکه کوي او وایي، چې افغانستان ته د ډېر پیسو په راتلو سره سره، په دغه ولایت کې د خلکو لپاره د اسانتیا راوستلو لپاره هېڅ کار نه دی شوی.

د قلعه نو ښار یو اوسېدونکی جمعه خان د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي: «په مخکیني حکومت کې هر چا د خپل جیب فکر کاوه او د دې لوی حلقوي سړک د بشپړېدو لپاره هېڅ کار نه دی شوی، له بادغیس تر فاریاب پورې لار خامه ده او ډېر خلک او موټر لرونکي په سختۍ تګ راتګ پرې کوي، طالبانو هم تر اوسه څه نه دي کړي. موږ هیله‌من یو چې دغې ستونزې ته رسېدنه وشي.»

د قلعه نو ښار یو بل اوسېدونکی عبدالکریم عُمر آمو ټلویزیون ته وایي، سره له دې چې مخکیني حکومت د حلقوي سړک د جوړولو پاتې کار د نړیوال بانک په ملاتړ پيل کړی و؛ خو د مخکیني حکومت د مسوولانو د بې‌پامۍ او ناامنۍ له امله یې کار ودرېد او هېڅ پاملرنه ورته ونه‌شوه.

د بادغیس اوسېدونکي هم د دې لویې لارې د کار پر بشپړېدو ټینګار کوي.

په دې لړ کې بادغیس کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې هغوی په اوسني وضعیت کې د قلعه نو – میمنې لویې لارې د پاتې برخې د کرېړ کولو وس نه لري او هڅه کوي، ترڅو وکولای شي د مسافرینو او موټرچلوونکو لپاره تګ راتګ اسانه کړي.

بادغیس کې د طالبانو یو ځايي مسوول د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «تاسو پوهېږئ چې اسلامي امارت (طالبان) د دې لارې د جوړولو لپاره کومه ځانګړې بودیجه نه لري؛ خو پر دې سربېره د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست د قلعه نو – میمنې لویې لارې د جغل کار له یوې مودې راهیسې پیل کړی ترڅو لږترلږه د دغه واټ وضعیت ښه شي او د خلکو او مسافرینو لپاره تګ راتګ اسانه شي.»

د طالبانو ځایي مسوولین هم د مخکیني حکومت مسوولین له نړیوالو مرستو پر ناسمې ګټې اخیستنې تورنوي او وایي، سره له دې چې د هېواد د لویو لارو د جوړولو لپاره زیاتې پيسې ځانګړې شوې وې؛ خو د هغوی له خوا داسې کوم کار چې وکولای شي خلکو ته اسانتیا راولي، نه دی ترسره شوی.

هغوی ټینګار کوي چې د هېواد د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره د حلقوي سړک پاتې چارې بشپړوي.

میمنه – قلعه نو لویه لار تر ۲۳۳ کیلومترو زیات اوږدوالی لري چې د جمهوريت په دوره کې یې د جوړولو کار د نړیوال بانک په ملاتړ ترسره شي؛ خو د ناامنۍ له زیاتېدو سره یې کار بې‌برخلیکه پاتې دی.