نړۍ

د نړیوال بانک رییس له خپلې دندې ګوښه کېږي

د نړیوال بانک رییس دیوید مالپاس، اعلان وکړ چې د خپل ریاست دورې له پای ته رسېدو یو کال مخکې له خپلې دندې ګوښه کېږي.

د نړۍ دغه لوړپوړي چارواکي د یوې بیانيې په خپرولو سره ویلي: «په داسې شرایطو کې چې نړیوال بانک د پراخو ننګونو په وړاندې د مقابلې لپاره هڅې کوي، دا تصمیم ددغه بانک په مشرتابه کې د آرام لېږد لپاره یو فرصت دی.»

په نړیوال بانک کې د مالپاس د ریاست دوره د کورونا، له اوکراین سره د روسيې د جګړې او د نړیوال اقتصاد د ودې له کمښت سره پيل شوې ده.

د امریکا د خزانه دارۍ وزیر حانت یلن د مالپاس د ګوښه کېدو د اعلان په غبرګون کې وايي چې نړۍ د نوموړي د ریاست په دوره کې له اوکراین څخه د هغه د ملاتړ، د افغانستان له خلکو او لږ عاید لروونکو هېوادونو سره د مرستې له امله ګټه پورته کړې ده.

دیوید مالپاس په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د مخکیني ولسمشر دنالډټرمپ له خوا په دې دنده ګمارل شوی دی.

د نړیوال بانک رییس په دودیزه توګه یو امریکايي وګړی وي او د پیسو د نړیوال صندوق رییس هم له اروپاییانو څخه ټاکل کېږي.

د فرانسې خبري اژانس په دې اړه ولیکل چې ۶۶ کلن مالپاس د چهارشنبې په شپه خپل ګوښه کېدل اعلان کړل.

دا په داسې حال کې دي چې په تېرو میاشتو کې د هغه پر کړنو نیوکې زیاتې شوې او د هغه د ګوښه کېدو یا استعفا لپاره ډېرې غوښتنې مطرح شوې وې.

د چاپېریال ساتنې فعالین هم هغه کسان او ډلې وې چې د مالپاس پر استعفا یې ټینګار درلود.

مالپاس تېر میلادي کال د امریکا ولسمشر د پخواني مرستیال «ال ګور» په حضور کې د ناستې پرمهال ددې له بیانولو ډډه وکړه چې «موسمي بدلون» او د ځمکې تودوخه د بشر د تولیدي ککړتیاوو له امله ده.