فرهنګ او هنر

ننګرهار کې د نرګس ګُل دودیزه مشاعره ترسره شوه

دا مشاعره نن چهارشنبې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د خان عبدالغفارخان په کمپلکس کې ترسره شوه، چې په کې پر ننګرهار سربېره د یو شمېر ولایتونو لیکوالو، فرهنګیانو او شاعرانو ګډون کړی و.

که څه هم په ښکاره د مشاعرې بڼه ازاده ښکارېده خو د طالبانو شتون د شاعرانو د آزادو شعرونو مخه نیولې وه، خو بیاهم ځینو د نرګس د ګل ستاینه کوله او ځینو بیا د شعر په ژبه په اوسنیو واکمنو نیوکې وکړې.

د دې مشاعرې بنسټګر لیکوال او شاعر محمد داوود شهید وایي، هغه ته د نرګس ګل د مشاعرې د دودولو فکر هغه وخت پيدا شو چې د نرګس ګلان به رازرغون شول او په اړه به یې چا یادونه نه کوله.

ښاغلی شهید وایي، په لومړي ځل یې په ۱۳۹۳ کال کې د نرګس ګل مشاعره په خپل کور کې په شخصي لګښت د یو شمېر محدودو شاعرانو او لیکوالانو په ګډون ترسره کړه.

هغه وايي، تمه لري چې دا مشاعره هر کال رنګینه او مینه وال او شاعران په لا ښه بڼه ولمانځي.

نوموړی زیاتوي: «ما په ۱۳۹۳ کال کې فکر وکړ چې دا ګل خو د ننګرهار دی ولې نه ستایل کېږي نو له ملګرو سره مې مشوره وکړه او هماغه و چې لومړی ځل مې په خپل کور کې مشاعره ترسره کړه اوس د هرکال په تېرېدو یې مینه وال زیاتېږي.»

له هغه مو وپوښتل چې ولې له کوزې پښتونخوا شاعرانو پکې ګدون نه دی کړی په ځواب کې یې وویل، چې د طالبانو په راتګ سره محدودیتونه زیات شوي او په دې اړه د جزییاتو له ورکولو پرته یې زیاته کړه چې د یو لړ ستونزو له امله یې هغوی ته بلنه نه ده ور لېږلې.

په مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو خپل شعرونه وویل او ځینو یې د ترنم په ژبه شعرونه وړاندې کړل، خو یو شمېر ګیله من دي چې دا دوهم کال دی په مشاعره کې د ښځینه شاعرانو او ادب د مینه والو برخه خواره ده.

فرهنګیان وایي، دا ډول مشاعرې به هغه وخت لا خوندورې وای چې د ټولنې هر وګړی په کې په ازاده توګه د زړه خبرې کولی شوای.

لیکوال او شاعر ضیاءالدین همت مل دا ډول مشاعرې د شعر او ادب د پرمختګ او ملاتړ لپاره ګټورې بولي او غوښتنه کوي چې دغه ډول فرهنګي ناستې لازیاتې شي او پر شاعرانو یې غږ وکړ، چې ټولنې ته د شعر په ژبه مثبت  فکر وړاندې کړي.

هغه وویل، چې شاعران باید د چا بې ځایه ستاینه او نه هم بې ځایه غندنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «دا د شاعر حق دی چې سالمه نیوکه وکړي، یوه ښه لار ده چې دغه شان مشاعرې جوړې، له شاعرانو ملاتړ وشي او دوی هم باید د چا شعار ونه ګرځي بلکې د ټولنې حقایق بیان کړي.»

له بلې خوا، د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس قاري نور محمد حنیف ډاډ ورکوي، چې ادبي او فرهنګي ناستې به لازیاتوي او دوی ته به په ازاده فضا کې د ادبي ناستو زمینه برابروي.

د نرګس ګل مشاعره په لومړي ځل په ۱۳۹۳ کال کې وشوه او هغې وروسته هر کال ترسره کېږي.

پر دې سربېره، د نارنج ګل دودیزه مشاعره د ننګرهار هغه فرهنکي مېله ده چې هر کال د افغانستان او آن نورو هېوادنو د وتلیو لیکوالانو او شاعرانو په ګډون ترسره کېږي.

خلک تمه لري چې هغه مشاعره په ريښتینې معنی په آزاده فضا کې له سانسور پرته ترسره شي.

یو شمېر بیا په دې باور دي که طالبان هر ډول آزاده فضا چمتو کړي بیا هم د دوی پخوانیو کړنو ته په کتو خلک له وېرې د دریځ پر سر د خپل زړه خبره نه شي کولای.