افغانستان

فیض‌اباد ښار کې د «جلغر سړک» د پروژې د کار پر درېدو د بدخشان د اوسېدونکو نیوکه

افغانستان کې د جمهوریت نظام له سقوط وروسته زیات شمېر ټولګټې پروژې بې‌برخلیکه پاتې دي.

یوه له دغو پروژو د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌اباد ښار د جلغر حلقوي سړک دی. د دې سړک د جوړولو چارې په ۱۳۹۹ کال کې پیل شوې او ټاکل شوې وه د ۱۴۰۰ کال په غبرګولي میاشت کې بشپړه او ګټې اخیستو ته وسپارل شي.

خو په ۱۴۰۰ کال کې له سیاسي بدلونونو وروسته د دغو پروژو کار ودرېد او د طالبانو له واکمنۍ د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم د دغه سړک برخلیک ناڅرګند دی.

د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي د جلغر – بدخشان سړک د رغنیزو چارو درېدل د اندېښنې وړ بولي او وایي چې دغه سړک د فیض‌اباد ښار ۸۰ سلنه ترافیکي ګڼه‌ګوڼه کموله چې له بده‌مرغه قراردادي شرکت د دې سړک کار په داسې پړاو کې پرېښی چې خلک نه شي کولای د پخوا په څېر تګ راتګ پرې وکړي.

د دغه سړک د جوړېدو کار له پیله مخکې د بدخشان اوسېدونکو د خامه سړک په توګه ترې اخیست؛ خو له کیندلو او د تګ راتګ پرمخ له تړل کېدو وروسته دغه سړک په داسې حال کې چې د ګټې اخیستنې وړ نه دی، پرېښودل شوی.

د فیض‌اباد ښار اوسېدونکی عبدالعلی د آمو خبریال ته وایي: «د فیض‌اباد ښار له عمومي سړک سره د جلغر واټ په نښلېدو، زموږ د خلکو لپاره اسانتیا برابرېږي او نور به موږ په ښار کې د ترافیکي ګڼې‌ګونې شاهدان نه وو.»

اسدالله هم وايي: «کله چې د دغه سړک جوړولو چارې پيل شوې، موږ ډېر خوشحاله وو؛ ځکه موږ ته هم د کار زمینه برابره شوې وه. اوس د دغه سړک د کار پیل ته په تمه یو؛ خو د کار د پيل په تړاو هېڅ خبر هم لا نشته.»

د بدخشان د ټولګټو چارو په ریاست کې طالب مسوولین وایي، چې د جلغر حلقوي سړک کار ۷۰ سلنه بشپړ شوی او هغوی په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د نیمګرو پروژو له دې جملې د جلغر حلقوي سړک کار پیل کړي.

د بدخشان یو انجنیر علي رضا د دې پروژې ارزښت ته په پام سره وایي: «موږ په بدخشان کې له پخوا د تګ راتګ لپاره د مناسب سړک له نشتون سره مخ وو. د جمهوريت په وروستي کال کې مو ښې پروژې لاسته راوړې چې له دې جملې یوه یې د جلغر سړک د جوړولو کار و؛ خو د هغې چارې هم نیمګړې پاتې شوې.»

هغه په دوام کې وویل چې د دې سړک د جوړولو کار یوه ارزښتناکه پروژه ده چې کار یې باید پيل شي ترڅو د تګ راتګ پرمهال د خلکو ستونزې هوارې شي.

بدخشان کې د طالبانو د کلیو د پراختیا ریاست مسوول امان‌الله د دې پروژې د کار د درېدو په منلو سره وايي، چې د مخکیني نظام له سقوط وروسته د ډېری پراختیایي شرکتونو مسوولین تښتېدلي او د جلغر پروژې مسوولین هم تر اوسه ځواب ویلو ته نه دي حاضر شوي؛ خو وې ‌ویل چې ژمنه ورسره شوې په ۱۴۰۲ کال کې به د دې پروژې کار پيل شي.

بدخشان ولایت ۲۸ ولسوالۍ لري؛ خو د یوه عمومي سړک په لرلو چې د فیض‌اباد ښار په منځ کې تېر شوی، په دې ښار کې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه زیاته شوې ده.