نړۍ

ایران او چین د همکارۍ شل سندونه لاسلیک کړل

د ایران او چین د ولسمشرانو په وړاندې دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د همکارۍ شل سندونه لاسلیک شول.

د چین او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د همکارۍ د شلو سندونو او تفاهم لیک د لاسلیک مراسم ددغو هېوادونو د ولسمشرانو ابراهیم رییسي او شي جین پینګ په ګډون ترسره شول.

د بحران د مدیریت، ګرځندوی، مالوماتي ټکنالوژۍ او ارتباطاتو، چاپېریال ساتنې، نړیوالې سوداګرۍ، معنوي مالکیت، کرنې، صادراتو، روغتیا، رسنیو، ورزش او کلتوري میراثونو په برخو کې تفاهم د ایران او چین د چارواکو ترمنځ لاسلیک شوي سندونه دي.

رییسي: نوې نړۍ د بڼې موندلو او ژوړ نظم د تلو په حال کې دی

د ایران ولسمشر په ځايي وخت د چهارشنبې په سهار، د پکینګ پوهنتون د مسوولینو، استادانو او محصلینو په ټول کې، د ایران او چین تاریخي مخینې ته په اشارې سره وویل: «چین د ورېښمو له لرغونې لارې نړیوال شو او دغې نېکمرغي او سوکالي له دې سوداګريزې لارې په ایران کې تلپاتې شوه چې نه یوازې د بېلابېلو ولسونو ترمنځ د سوداګرۍ او همکاریو ترټولو مهمه لاره ده، بلکې د رسۍ په شان یې د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلې ټولنې سره نښلولې دي.

رییسي د چین دولت د لارې ـ کمربند نوښت څخه په هرکلي سره جوته کړه: «په نوې نړۍ کې د دې نوښت په رامنځته کولو، دواړو ولسونو یو ځل بیا د دوستۍ د پياوړتیا او بشري ټولنې د نېکمرغۍ لپاره د هیله منوونکي راتلونکي د بڼې موندلو په موخه د ستراتیژیک ګډون په لاره کې د پياوړو ګامونو د پورته کولو لپاره خپله پیاوړې اراده ښودلې ده.»

د ایران ولسمشر د خپلې وینا په بله برخه کې ددې په بیانولو سره چې نوې نړۍ د بڼې موندلو او زوړ نظم د تلو په حال کې دی، جوته کړه: «نوې نړۍ، نوی نظم غواړي چې په هغې کې واقعي څو اړخیز پالنه، یووالی او له یو اړخیزپالنې لیرې والی دود شي ترڅو بالاخره عادلانه او منصفانه نظم رامنځته شي.»

رییسي وویل: «د رامنځته کېدونکو نړیوالو بدلونونو په مرکز د آسیا بدلېدو ته په پام سره، په دې وچه کې د سولې ساتنه او پیاوړتیا نه یوازې یو انتخاب بلکې یوه اړتیا ده.»

په دغو مراسمو کې همداراز د پکینګ پوهنتون د رییس، استادانو او محصلینو په مخکې د ایران ولسمشر ته د افتخاري استاد نوم ورکولو مراسم هم ترسره شول.