نړۍ

د امریکا دفاع وزیر: اوکراین په راتلونکي پسرلي کې د روسيې خلاف یرغلیز برید کوي

د امریکا د دفاع وزیر لویډ استین ویلي چې ښايي په راتلونکي پسرلي کې اوکراین پر روسیې یرغلیز برید وکړي.

د امریکا دفاع وزیر لوید استین د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په ۲۵مه د ناټو سازمان په مرکز بروکسل کې د خبري ناستې پرمهال ټینګار وکړ چې تمه کېږي، اوکراین په راتلونکي پسرلي کې د روسیې خلاف برید وکړي.

سي ان ان د امریکا د دفاع د وزیر له قوله ویلي، اوکراین غواړي په لومړیو شېبو کې داسې کار وکړي چې «د جګړې په ډګر کې شرایط یې د ځان په ګټه پای ته ورسېږي.»

ښاغلي استین چې د ناټو په مرکز کې د اوکراین د دفاع د تماس ډلې له ناستې وروسته یې خبرې کولې ټینګار وکړ: « موږ تمه لرو چې په راتلونکي پسرلي کې د یوه برید شاهدان واوسو او له همدې امله، د اوکراین د دفاعي تماس ټولو شریکانو هڅه کړې دا ډاډ ترلاسه کړو چې دوی لازمه زرهي او د جګړې توانمني لري ترڅو د جګړې ډګر په بشپړ دول بدل کړي.»

استین دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کوي چې د ناټو عمومي منشي له اوکراین سره د جګړې د زیاتوالي لپاره د روسیې د چمتووالي خبر ورکړی دی.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د سه شنبې په ورځ په بروکسل کې وویل چې مسکو د لازیاتې جګړې لپاره چمتو کېږي.

استین او د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي د اوکراین د دفاعي تماس ډلې د نهمې ناستې لپاره چې د روسیې خلاف جګړه کې د اوکراین په ملاتړ جوړه شوې، بروکسل ته تللي دي.

استین همداراز د ناټو د دفاع له وزیرانو سره په ناسته کې ګډون کوي.

له بلې خوا، واشنګټن پوست رپوټ ورکړی چې د ناټو سرمنشي د اوکراین له لوېدیځو متحدینو غوښتي چې له روسیې سره د مقابلې لپاره کي یف ته لازیات مهمات ولېږلي.

هغه ویلي: «د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین دوې لویې ستراتیژیکې تېروتنې کړې دي. هغه د اوکراین د خلکو او پوځیانو ځواک او مېړانې او همداراز د ناټو او متحدینو وحدت او عزم ته بې پامي وکړه.»

پر اوکراین د روسیې له تېري کابو یو کال تېرېږي. که څه هم د دواړو لوریو د تلفاتو کره شمېر نه دی روښانه شوی، خو رسنیو د اوکراین د دفاع وزارت له قوله ویلي چې لسګونه زرګونه روسي پوځیان او همداراز شل زره اوکرایني سرتېري تراوسه په دې جګړه کې وژل شوي دي.