افغانستان

کابل کې تمدن خصوصي ټلویزیون ته د طالبانو ننوتل

د تمدن ټلویزیون سرچینې وایي چې سه شنبې مازدیګر مهال یو شمېر وسله وال طالبان په کابل کې د دغه ټلویزیون ودانۍ ته ننوتل او د دې رسنۍ کارکوونکو ته یې «سپکې سپورې» وویلې.

د دغه ټلویزیون یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، د سه شنبې مازدیګر مهال وسله وال طالبان ددې ټلویزیون ودانۍ ته ننوتل او ددې ټلویزیون ټولې برخې یې وپلټلې.

ددې سرچینې په وینا طالبانو د کارکوونکو ګرځنده تلیفونونه ترې ټول کړل او له پلټلو وروسته یې ورکړل.

سرچینه زیاتوي چې طالبانو ددغه خصوصي ټلویزیون کارکوونکي د نیم ساعت لپاره په تلخونه کې زنداني کړل.

په تمدن ټلویزیون کې یوه بله سرچینه وایي چې طالبانو ددې ټلویزیون رییس ته د خپلو کارکوونکو په مخکې توندې خبرې وکړې او یو زرهي موټر چې د دې ټلویزیون د رییس و له ځان سره یې بېولی دی.

په تمدن ټلویزیون کې سرچینې وایي چې تراوسه دغه ټلویزیون ته د ننوتلو لامل نه دی روښانه شوی.

تمدن ټلویزیون په کابل کې یوه خصوصي رسنۍ ده چې په دري او پښتو ژبو خپرونې لري. دا ټلویزیون په ۱۳۸۵ کال کې د یوه شیعه مشر آیت الله آصف محسني له خوا پرانیستل شو چې سرپرستي یې د هغه د لمسي جواد محسني پرغاړه ده.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: دا اقدام خپلسری او د قانون خلاف دی

د افغانستان د خبریالانو مرکز، په کابل کې تمدن ټلویزیون ته ننوتل او د دې رسنۍ له کارکوونکو سره ناوړه چلند او ګواښل یو خپلسری او د قانون خلاف عمل بولي او چارو له مسوولینو غواړي چې دې پېښې ته رسېدنه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غواړي ددې پېښې په اړه سپیناوی وکړي او د ارزونې او رسېدنې ترڅنګ د دې ډول پېښو له تکراره مخنیوی وکړي.

د روان کال په وري میاشت کې د طالبان استخباراتو تمدن ټلویزیون ته حکم کړی و چې د هر ډول فلم او سریال له خپرولو ډډه وکړي.

طالبان د مخکیني نظام له سقوط وروسته تېر یوه نیم کال کې په ځلونو د خبریالانو او رسنیو په وړاندې په تاوتریخوالي تورن شوي دي. دغې ډلې په دې موده کې لسګونه خبریالان نیولي دي.