نړۍ

د ترکیې وروستۍ زلزلې ۸۴ میلیارد ډالره زیان اړولی دی

د ترکیې وروستۍ زلزله چې په دې هېواد کې په تېره یوه پېړۍ کې تر ټولو بده زلزله بلل شوې بې شمېره اغېزې او زیانونه یې اړولي دي او ددې زلزلې له امله د مالي زیانونو کچه ۸۴،۱ میلیارد ډالره اټکل شوې ده.

په داسې حال کې چې په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې د ۷،۸ رېښتري زلزلې تلفات له ۳۷ زره تنو زیات شوي، ښايي چې دا شمېر د ژغورنې عملیاتو په دوام زیات شي.

د هغو شمېرو له مخې چې د تېرې اونۍ په وروستیو کې د ترکیې د شرکتونو او سوداګریزو بنسټونو کنفدراسیون له خوا خپرې شوې، په ترکیه کې د وروستۍ زلزلې ټول زیانونه ۸۴،۱ میلیارد ډالر اټکل شوي چې ۷۰،۸ میلیارده یې په زلزله کې د زرګونه ودانیو د رغولو لګښت، ۱۰،۴ میلیارده یې په ملي عواید کې د اړوندو زیانونو او ۲،۹ میلیارده ډالره یې د کاري ورځو له لاسه ورکول دي.

دغه سازمان همداراز ویلي چې اصلي لګښتونه به د کورونو، د ترانسپورتي کرښو، بېخ بنسټونو د رغولو او د زرګونه بې کوره شویو لپاره د لنډمهال، منځمهاله او اوږدمهاله سرپناه په برخو کې وي.

له بلې خوا، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې دولت به په راتلونکي یوه کال کې د کورونو بیارغول بشپړ کړي او دولت یې د «هېواد د بیا په پښو درېدو» لپاره د پروګرام په برابرولو په حال کې دی.

د ترکیې کابو ۱۳،۴ میلیون تنه د دې هېواد په لسو زلزله ځپلو ولایتونو کې ژوند کوي چې د ترکیې د ټولو وګړو ۱۵ سلنه کېږي او د دغه هېواد کابو لس سلنه کورني ناخالص تولیدات (GDP) کوي.

د پیسو د نړیوال صندوق اجرايي مدیر محمود محي الدین د یکشنبې په ورځ د عربو د مالي مجمع د ناستې په څنډه کې وویل، لیرې ښکاري چې دا زلزله په ۱۹۹۹ کال کې د ترکیې په شمال لوېدیځ کې د زلزلې په کچه چې صنعتي مرکزونه یې ولړزول د ترکیې پر کورني ناخالص تولید اغېز وکړي.