افغانستان

کونړ کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له څه د پاسه زرو کورنیو سره نغدي او د ژمنيو توکو مرسته وکړه

له یوې خوا سخت ژمی او له بله پلوه د خلکو اقتصادي ستونزو او وزګارۍ هېوادوال له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

په دې لړ کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان (آي، آو، ام) په کونړ کې له زیانمنو، جګړه ځپلیو، بي وزله او هېواد ته راستنو شویو یو شمېر کورنیو سره نغدي او د ژمنیو توکو مرسته وکړه.

د کونړ په مرورې، دانګام، شلطن، اسمار، ناړۍ، غازي اباد او پیج درې ولسوالیو کې له یو زر  او ۴۸ کورنیو سره چې د طبیعي پېښو او جګړو له امله زیانمنې شوې او همداراز هېواد له هرې تازه راستنې شوې کورنۍ سره ددغه بنسټ له لوري اوولس زره او ۵۰۰ افغانیو او ژمنیو توکو مرسته وشوه.

د کډوالۍ نړیوال سازمان مسوولینو وویل، په افغانستان کې هر وګړی د جګړې، طبيعي پېښو او ناخوالو له امله زیانمن شوی چې ټول بیړنیو مرستو ته اړتیا لري له دې امله باید د دغو خلکو لاسنیوی وشي.

دوی زیاتوي، په تېرو لسیزو کې په کونړ کې د جګړې له امله ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې دي او په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

د دغه سازمان مسوولین وايي، هڅه کوي چې په ټول افغانستان کې اړمنو ته مرستې ورسوي تر څو د ژوند چاره یې پرمخ بوځي.

له بلې خوا، د ناړۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکی سازمحمد د آمو خبریال ته وايي: «دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ یو ماشومان مو له یخنۍ ناروغان شوي آن د کورونو د تودولو لپاره سونتوکي نه لرو.»

هغه زیاتوي، له خپلو سیمو کډه شوي او په اسدآباد کې په کرايي کور کې اوسېږي خو د کور کرایه هم نه شي ورکولای او له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی میر اعظم وايي: «تازه د کډوالۍ د نړیوال سازمان له خوا راسره د ۱۷۵۰۰ افغانیو او ژمنیو توکو مرسته وشوه، له دې پرته مرسته نه ده راسره شوې، هیله مو دا ده چې کونړ کې له اړمنو کورنیو سره بیړنۍ مرستې وکړي.»

د ویلو وړ ده چې په افغانستان کې د تېرو جګړو پرمهال ګڼ شمېر کورنۍ بېځایه شوې او لاهم دغه چاره روانه ده او زیات شمېر کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.