افغانستان

د لویو لارو جوړولو بودیجې د برابرولو لپاره له مرستندویه بنسټونو د طالبانو غوښتنه

غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت ډېری مرستندویه بنسټونه د غور – هرات لویې لارې د جوړولو لپاره د طالبانو له خوا د دوي له پروژو د ۳۰ سلنه پیسو د غوښتنې له امله خپل فعالیتونه نه پيلوي.

غور کې د یوه مرستندویه بنسټ سرچینه چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «د طالبانو یوه کميټه د پيسو د ټولولو لپاره موسسو ته ورځي ترڅو ۳۰ سلنه هغه پيسې یا خوراکي توکي، چې خلکو ته وېشل کېږي، د دوی کميټې ته چې د سړک د جوړولو اړوند ده، ورکړي.»

د سرچینې په وینا، همدا لامل دی چې د مرستندویه بنسټونو مسوولین نه دي حاضر شوي چې په دې ولایت کې خپل فعالیت بېرته پيل کړي او خلکو ته بشردوستانه مرستې ورسوي.

یوې بلې سرچینې چې په غور ولایت کې په یوه موسسه کې دنده لري، وویل: «تاسو پوهېږئ موسسې د هغه پروګرام له مخې چې لري یې د افغانستان د خلکو لپاره کار کوي. هغوی نه شي کولای پيسې یا کومه مرسته چې د خلکو لپاره ده، طالبانو ته یې ورکړي ترڅو سړک پر جوړ کړي.»

دغې سرچینې زیاته کړې، چې د دې ولایت خلک تر هر څه زیات خوړو او سونتوکو ته اړتیا لري ترڅو د ژمي په دې سړه هوا کې له لوږې او یخنۍ مړه نه شي.

په همدې حال کې، د خوړو په نړیوال پروګرام «WFP» کې یوه سرچینه چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان له بشردوستانه مرستو پيسې اخلي؛ بلکې څو ځله یې بشردوستانه مرستې له وېشلو وروسته له خلکو ټولې کړې او د سړکونو په جوړولو کې یې کارولې دي.»

دغې سرچینې زیاته کړه: «له بده‌مرغه طالبانو د غور په ډېری ولسوالیو کې د خوراکي توکو او نورې وېشل شوې مرستې له خلکو د سړک د رغولو په پلمه اخیستې دي او وروسته د موسسو مسوولینو پرېکړه وکړه، ترڅو چې له بشردوستانه مرستو د طالبانو ناسمې ګټې اخیستنې او محدودیتونه لیرې نه شي، هېڅ فعالیت به نه کېږي.»

له دې مخکې آمو ټلویزیون راپور خپور کړی و، چې طالبان په ډېری ولسوالیو په ځانګړې توګه دولینه، پسابند او د فیروزکوه ښار په سیمو کې د موسسو له خوا وېشل شوې مرستې له خلکو بېرته اخیستې دي ترڅو سړک پرې ورغوي.

د ژمي په موسم کې د غور د بېځایه شویو د ستونزو زیاتېدل

غور ولایت کې د مرستندویه بنسټونو د مرستو درېدل او د بېوزلۍ او لوږې زیاتېدل د دې لامل شوي، چې خلک او بېځایه شوي له ناوړه وضعیت سره مخ شي او ان د یخنۍ او لوږې له امله د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړي.

غور ولایت کې ځینې بېځایه شوي او اړمن آمو ټلویزیون ته وایي، چې د مرستندویه بنسټونو د مرستو د پرې کېدو، بېوزلۍ او وزګارۍ له امله له ناوړه وضعیت سره مخ شوي دي.

د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ یو بېځایه شوی ابراهیم وایي: «له بېوزلۍ دلته راغلم، نه کار شته او نه هم کوم عاید. درې کاله کېږي چې د موسسو په مرستې له خپلو درېیو اولادونو او مېرمنې سره ژوند کوو، وروسته له هغې چې طالبانو د موسسو مرستې راباندې ودرولې، خپله راشئ وګورئ چې د خوړو او کور د ګرمولو لپاره هېڅ هم نه لرو.»

غور ولایت کې اړمنې کورنۍ له طالبانو غواړي، چې مرستندویه بنسټونو ته د فعالیت اجازه ورکړي ترڅو مرستې ورسوي.

غور کې په دې تړاو د طالبانو ترمنځ د نظر اختلاف

په دې لړ کې د غور لپاره د طالبانو ځایي مسوولینو د مرستندویه بنسټونو دغه ادعاوې ردوي او وایي، د دوی له ډلې هېچا د مرستندویه بنسټونو مرستې د سړکونو پر جوړولو نه دي لګولې او تر یوې میاشتې زیاته موده کېږي، چې د دغو مرسته کوونکو بنسټونو مسوولینو په بېلابېلو پلمو خپل فعالیتونه درولي دي.

غور ولایت کې د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس د آمو ټلویزیون خبریال ته ووایي: «هېچا د موسسو توکي د سړکونو لپاره نه دي کاروي او نه یې کاروي، موسسې پلمې جوړوي او تر یوې میاشتې زیاته موده کېږي چې خپلې مرستې یې بندې کړې دي. موسسې د روڼتیا او بېوزلو او مستحقو کسانو ته د مرستې د رسولو هڅه نه کوي.»

په همدې حال کې، د غور د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د طالبانو یو بل مسوول وایي، چې هغوی یوازې د مرستندویه بنسټونو له کارکوونکو د سړکونو د جوړولو لپاره د پیسو غوښتنه کړې؛ نه له مرستندویه بنسټونو.

د غور د اطلاعاتو او کلتور آمر محمد حماس وایي: «د غور له کارکوونکو چې په مرستندویه بنسټونو کې دندې لري، د مرستې غوښتنه شوې هغه هم له خپلو معاشونو، نه د بېوزلو له حق څخه.»

له دې مخکې هم آمو ټلویزیون د غور – هرات لویې لارې د جوړولو لپاره د پيسو له راټولولو راپور خپور کړی و، چې طالبان د دغه ولایت له خلکو، سوداګرو او هټیوالو پیسې ټولوي.