افغانستان

د کابل – کندهار د لویې لارې له خرابوالي د خلکو شکایت

د دغې لويې لارې موټر چلوونکي وایي، د لارې خرابوالی د دې لامل شوی چې سوداګريز توکي زيانمن او د دوی د ساعتونو مزل په ورځو اوږد شي.

د زابل ولایت اړوند د کابل – کندهار لويه لار چې د جګړو او طبیعي پېښو له امله تخريب شوې او ډېری وختونه پر دغه لاره بار وړونکي موټر چپه کېږي او په ساعتونه دا لاره د موټرونو پر تړلې وي.

د دغې لويې لارې موټر چلوونکي بيا وایي، د کابل – کندهار لويه لاره دومره خرابه شوې، چې د ساعتونو مزل په ورځو ترسره کوي او ډېر ځله د خرابې لارې له امله په توکو بار موټر چپه شوي دي.

د سيد اغا په نوم يو موټر چلوونکی وايي، د لويې لارې د اساسي رغولو چارې چې له کندهار ولايته پيل شوې وې په ټپه درېدلي، دې چارې موږ سخت اندېښمن کړي يو.

سيداغا زياتوي: «د لويې لارې د اساسي رغولو چارې چې د غزني او کندهار اړوند سیمو کې پيل شوې وې، په ټپه درېدلي، لاره ډېره خرابه او کنګل ده، واورې او د جګړو پرمهال ماینونو هم ویجاړه کړې چې موټر چلوونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. نو حکومت باید د دې لارې د رغولو لپاره جدي اقدام وکړي.»

د دې لارې یو بل موټر چلوونکی فريد احمد د دغې لارې د خرابوالي په اړه شکایت کوي او وايي چې د کابل کندهار لارې د خرابوالي له امله د څو ساعتونو مزل په ورځو ورځو کوي.

فريد احمد زياتوي: «د کابل – کندهار لاره ډېره خرابه ده، پلچکونه ماينونو او ځينې يې سېلابونو ویجاړ کړي، پر دې لاره اوس مهال موږ د ساعتونو مزل په ورځو نه شو کولای، زموږ موټر ډېر ځله چپه کېږي، مالونه مو د خرابې لارې له امله نه شو رسولای.»

په دغه ولایت کې ۷ لوی پلونه او د کابل – کندهار د پاخه سړک زياته برخه د جګړو له امله ویجاړ شوي، خو د زابل د ټولګټو چارو رياست مسوولين وایي، د کابل – کندهار د لویې لارې تخريب شوې برخه، چې له زابله تېره شوې د رغونې کار يې د يخنۍ له امله درېدلی، خو په راتلونکي کال کې به یې رغونه له سره پیل شي.

د زابل د ټولګټو چارو رییس مولوي احمد احمدي وایي، د زابل اړوند د کابل -کندهار د لويې لارې د اساسي رغونې تړون د ۷۷ په نوم له يوې ترکي کمپنۍ سره لاسلیک شوی دی.

مولوي احمد زياتوي: «د زابل اړوندو سیمو کې د ۷ لویو پلونو چارې يوې ترکي کمپنۍ ته ورکړ شوې چې د هوا په تودوخې سره به يې چارې پيل شي، د لويې لارې د اساسي رغولو لپاره هم وزارت پلان لري او په شاهجوی ولسوالۍ کې مو ددې لپاره ماشينري هم نصب کړې، ترڅو د سړک ویجاړې شوې برخې په اساسي ډول ورغول شي.»

څه موده مخکې، د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د کابل – کندهار لويه لار چې ۴۱۰ کيلومتره ده بیارغول کېږي، چې ۱۸۰ کيلومتره يې له زابل څخه تېرېږي.

ددغې لويې لارې د خرابوالي له امله ډېر ځله خونړۍ ترافیکي پېښې هم رامنځته شوې دي.