افغانستان

د مېرمنو له کاري بندیز وروسته کندهار کې څلور پروژې درېدلې دي

د کندهار ولایت ځایي سرچینې وایي، په دغه ولایت کې ځينو نړيوالو مرستندويه بنسټونو د طالبانو له خوا د مېرمنو پر کار له بنديز وروسته خپلې ځينې پروژې درولې دي.

درېدلو پروژو د عامو افغانانو پر ژوند څومره اغېز کړی؟

د کندهار د اوومې ناحیې د چهار باغ اوسېدونکی بريالی چې اوس وزګار شوی وایي، له دې مخکې یې په خپله سيمه کې د ولسي تړون په پروګرام کې کار کاوه، چې د طالبانو په راتګ سره هغه پروګرام درول شوی دی.

بريالی زیاتوي، وروسته یې د KRO په نوم یوه بنسټ کې د سروې له يو ښځينه ټيم سره د موټرچلوونکي په توګه کارکاوه، چې د طالبانو له بنديز وروسته یې هغه دنده هم له لاسه ورکړه او اوس وزګار شوی دی.

د کندهار دغه اوسېدونکی وایي، د نړيوالو د مرستو او پروژو کمېدل به افغانانو کې بې وزلي لوږه زياته کړي.

نوموړی زیاتوي: «زه د خپلې کورنۍ د اړتیاوو برابروونکی یم، کار نشته، مزدوري نه پيدا کېږي څه وکړو، باید دولت له نړۍ سره د خلکو د ژوند په خاطر اړيکي ښې کړي.»

۲۹ کلنه خاطره هم وایي، د طالبانو له بندیزونو وروسته یې دنده له لاسه ورکړې او اوس يې اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.

هغه زیاتوي، د افغانستان اوسني واکمن دې په خپله سياسي دستګاه کې له نړۍ سره تعامل ته لومړيتوب ورکړي، ترڅو افغانستان کې رامنځته شوی ناوړه وضعیت بدل شي.

اخوا، په کندهار کې د طالبانو د اقتصاد رییس عبدالسلام بريالی وایي، په دې ولایت کې د روغتيا، حفظ الصحې، کرنې او پوهنې په برخو کې د څلورو پروژو کارونه درول شوي دي.

بريالی ددغو پروژو د لګښت او پلي کوونکو ادارو نومونه نه دي اخیستي، خو وایي، دغو پروژو له ځينو بې وزله کورنیو سره د مرستې په برخه کې مهم رول درلود. هغه له نړيوالو غواړي، چې خپلي پروژې بيا پیل کړي.

نوموړي زیاته کړې: «له هغه وروسته، چې د اقتصاد وزارت په موسسو کې د مېرمنو پر کار بنديز اعلان کړ، ځینو ادارو خپل کارونه محدود کړل او یو شمېر بیا پروژې ودرولې، دلته کندهار کې هم څلور پروژې، چې د نړيوالو موسسو لخوا تمویلېدې کارونه یې درول شوي، ددغو پروژو اغېز له بېړني حالته د اړمنو کورنیو په ايستلو کې خورا زیات و او غوښتنه کوو، چې دا پروژې بيا پیل شي.»

ددې ترڅنګ د ولسي تړون په څېر د نړيوال بانک ځينې نورې پروژې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره درول شوې.

د یادولو وړ ده چې له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره سره طالبانو تراوسه د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه لیرې نه کړل.