افغانستان

له طالبانو پر غچ اخیستنې د یو شمېر سیاستوالو ټینګار

یو شمېر سیاستوالو د مقاومت جبهې د یوه قوماندان خیرمحمد خیرخواه په یادغونډه کې له طالبانو پر غچ اخیستو ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې چې د لندن په وېسټ منیسټر پوهنتون کې ترسره شوه د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، د جنبش ګوند مشر او د ولسمشرۍ پخواني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، مخکیني جهادي مشر عبدرب الر‌سول سیاف، عبداللطیف پدرام، محمد محقق، عطا محمد نور او یو شمېر نورو سیاستوالو په انلاین ډول ګډون کړی و.

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود دغه ناسته د طالبانو د مخالفو سیاستوالو «ګډ لیدلوری» وباله او هیله‌مندي یې څرګنده کړه، چې دا ناسته به د «بشپړ یووالي» لامل وګرځي.

د طالبانو پروړاندې د جګړې لپاره باید یو لاس شو

مارشال عبدالرشید دوستم په دې ناسته کې طالبان د یو شمېر شخصیتونو او جهادي قوماندانانو پر وژنې تورن کړل او ویې‌ویل، خپله د دې شاهد و چې طالبانو د هزاره‌وو مشر عبدالعلي مزاري وواژه او د هغه مړی یې ټوټې کړ.

هغه په دوام کې د اسلامي جمعیت د مشر او د سولې عالي شورا د پخواني رییس برهان‌الدین رباني او د مخکینیو جهادي مشرانو احمد شاه مسعود، پيرام قل او احمد خان سمنګاني وژل هم طالبانو پورې وتړل او له هغوی څخه پر غچ اخیستو یې ټینګار وکړ.

مارشال عبدالرشید دوستم همداراز د طالبانو په لاس د مخکینیو پوځیانو له وژلو سخته اندېښنه څرګنده کړه او ویې‌ویل چې هېڅکله اجازه نه ورکوي چې د پنجشېر، اندراب او د ټولو قوماندانانو او جهادي شخصیتونو قربانۍ بېځایه شي او له طالبانو به یې «غچ» واخلي.

مارشال عبدالرشید دوستم د مقاومت شورا له ټولو مشرانو وغوښتل چې د طالبانو پروړاندې د جګړې لپاره دې یو لاس شي.

مارشال دوستم په دې ناسته کې وویل: «موږ هېڅ نه غواړو، یوه هیله لرو، د شهیدانو وینې باید پر ځمکه پاتې نه شي، د حیرتان په دوو لارو کې دې ووژل شو.»

نوموړي د دې شورا د غړو ترمنځ او ټولو هغو کسانو چې د طالبانو پر ضد یې خوځښتونه پیل کړي دي پر یووالي ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې ژرترژره خپله سیاسي طرحه اعلان کړي.

مارشال دوستم وویل: «د دې بلا پروړاندې درېږو، ټول باید یو لاس شو او په یوه شعار سره حرکت وکړو.»

مارشال دوستم له طالبانو سره د «نږدې» اړیکو له امله پر روسیې او د منځنۍ اسیا پر هېوادونو نیوکه وکړه او ویې‌ویل چې له ازبکستانه د افغانستان خاورې ته او له هغه ځایه پېښور ته د «اورګاډي پټلۍ» جوړول هغه پروژه ده، چې کلونه مخکې د شورویانو پرمهال طرحه شوې وه او دا کار «ناشونی» دی.

هغه د افغانستان په شمالي برخو کې د «اسلام‌پالو» ترهګرو د ځای‌پرځای کېدو په اړه وویل چې دغه ډلې د طالبانو ملاتړ له ځان سره لري او د منځنۍ اسیا لپاره خطرناک دي.

د دې ناستې په دوام کې محمد محقق د طالبانو ضد سیاستوالو ترمنځ مخالفتونو ته په اشارې وویل چې باید «نړۍ باوري کړو، چې یووالی لرو. موږ هر څه چې وایو، بې باوره دي.»

د ملي کنګرې ګوند مشر عبداللطیف پدرام هم په دې ناسته کې یو ځل بیا د فډرالي نظام پر جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي پدرام وویل: «زما وړاندیز دا دی، چې یا د فډرالي پر لور ولاړ شو یا د تجزیې، هېڅ ملي هویت او ملي وحدت نشته.»

عطا محمد نور د طالبانو پروړاندې د یوې ګډې لیکې پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او طالبانو ته یې د «جابر» خطاب وکړ.

د مقاومت جبهې یو قوماندان خیرمحمد اندرابي څلوېښت ورځې مخکې له طالبانو سره په یوه نښته د اندراب په پل حصار سیمه کې ووژل شو.