نړۍ

امریکا د الاسکا پر فضا یو ناپېژانده شی رانسکور کړ

د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې پر لوړه فضا یې د «اې آي ام ۹ ایکس» توغندي سره چې له اف ۲۲ ډوله جنګي الوتکې څخه ویشتل شوی و، د الاسکا پر فضا رانسکور کړی دی.

د پنتاګون ویاند پت رایډر خبریالانو ته وویل چې دا شی د یوه کوچني موټر په اندازه و او د بنجشنبې په ورځ د امریکا هوايي حریم ته داخل شوي و.

رایډر وویل چې دا شی د شمال ختیځ په لور او ۱۲۱ زره متره لوړه فضا کې د حرکت په حال کې و او د ملکي هوايي چلند لپاره بالقوه ګواښ و.

د هغه په وینا، ددې شي سرچینه لا نه د روښانه شوې.

دا پېښه له هغې کابو یوه اونۍ مخکې رامنځته کېږي چې امریکا د فبرورۍ په څلورمه د چین یو څارونکی بالون چې د امریکا له آسمانه تېرېده د سویلي کارولینا په سواحلو کې یې نسکور کړ.

امریکايي چارواکي د دغه ۶۰ متري بالون د ټوټو او په هغې کې د برېښنايي وسایلو د موندلو لپاره هڅې کوي.