روغتیا

د تخار په ولایتي روغتون کې د ارتوپیدي او زړه ناروغیو د متخصصو ډاکترانو کموالی

د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د زړه او ارتوپیدي ناروغیو په برخه کې د روغتیایي امکاناتو پر نشتون په نیوکې سره وایي، هغوی اړ دي خپل ناروغان د درملنې لپاره کندز یا کابل ته ولېږدوي.

د هغوی په وینا د کندز په ولایتي روغتون کې ناروغانو ته پاملرنه نه کېږي او له همدې امله په دې ولایت کې خصوصي روغتونونو ته ورځي. دا په داسې حال کې ده، چې خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د تخار ولایت یو اوسېدونکی ګل نبي، چې ناروغ پلار یې د درملنې لپاره له تخاره کندز ته راوستلی، وایي: «پلار مې د زړه ناروغي لري. د تخار روغتون ته ولاړو، هلته د زړه متخصص ډاکتر نه و. بیا خصوصي روغتون ته ورغلو هلته هم د زړه ډاکتر نه و، ترڅو زما د پلار درملنه وکړي. په تخار کې مو د زړه متخصص پیدا نه کړ، اړ شوو کندز ته راغلو.»

د هغه په وینا، د کندز په حوزوي روغتون کې ناروغانو ته پاملرنه نه کېږي. له همدې امله اړ یو، چې خصوصي روغتون ته مراجعه وکړو.

ګل نبي زیاتوي: «پیسې نه لرو، په سختۍ مو د موټر کرایه پیدا کړه. خو دلته د خصوصي روغتونونو ډاکتران ډېرې پیسې اخلي، موږ یې وس نه لرو.»

له کلونو راهیسې، د تخار او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي د متخصصو ډاکترانو او د روغتیایي امکاناتو د نشتون له امله کندز ولایت ته راځي.

ګل نبي د تخار یوازیني اوسېدونکی نه دی، چې د خپل پلار د زړه د درملنې لپاره کندز ته راغلی دی، بلکې نور اوسېدونکي هم شته چې د خپلو هغو ناروغانو د درملنې لپاره چې د ارتوپیدي او زړه پر ناروغیو اخته دي د کندز یوه خصوصي روغتون ته راغلي دي.

د تخار یو بل اوسېدونکی نورمحمد چې ارتوپیدي ډاکتر ته اړتیا لري د آمو تلویزیون خبریال ته وایي: «له کلونو راهیسې مې پېښې درد کوي او تر اوسه نږدې ۱۰۰ ځله د کندز او کابل ولایتونو بېلابېلو ډاکترانو ته ورغلی یم، خو د ډاکترانو له خوا د راکړل شویو درملو له خلاصون وروسته زما ناروغي بیا زیاتېږی.»

هغه د تخار په روغتونونو کې د متخصصو ډاکترانو او امکاناتو د نشتون په اړه وویل: «نږدې اته کاله کېږي، چې زه د پښو پر ناروغۍ اخته شوی یم. مخکې په تخار کې د ارتوپیدي متخصص و، خو زه د کابل او کندز ولایتونو ډاکترانو ته راتلم، اوس مې چې اقتصادي وضعیت ښه نه دي د تخار دولتي روغتون ته ورغلم، په ارتوپیدي برخه کې یې راته وویل چې متخصص ډاکتر نه لرو او که وي هم بېوزله خلکو ته رسېدنه نه کېږي.»

هغه ټینګار وکړ، اړ شوی چې د پور په پیسو د درملنې لپاره د کندز په یوه خصوصي روغتون کې د درملنې ارتوپیدي ډاکتر ته مراجعه وکړی.

په همدې حال کې د تخار د عامې روغتیا مسوولین د دې په تاییدولو، چې هغوی په ولایتي روغتون کې د روغتیایي امکاناتو او ډاکترانو له کمښت سره مخ دي وایي، ارتوپیدي برخه له څو کلونو راهیسې غیرفعاله ده.

د هغه په وینا، موده مخکې یې د دې روغتون ارتوپیدي برخه بېرته فعال کړې او اوس د خلکو کابو ۷۰ سلنې ستونزې هواروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کندز د حوزوي روغتون مسوولینو د تخار ولایت د ناروغانو د نه منلو په اړه څه نه وایي او د آمو خبریال بریالی نه شو، چې په دې تړاو د هغوی نظر ترلاسه کړي.

د ویلو ده، چې د تخار ولایت د اوسېدونکو پروړاندې له ګڼو اقتصادي ننګونو سره سره، د روغتیایي امکاناتو او متخصصو ډاکترانو نشتون د دغه ولایت د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.