افغانستان

په مسکو کې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ناسته ترسره شوه

Moscow meeting. File photo.

د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو پنځمه ناسته چهارشنبې د سلواغې په نولسمه په مسکو کې جوړه شوه.

د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په دې ناسته کې د افغانستان د وضعیت او پر سیمه یې د اغېزو په اړه خبرې اترې وکړې او ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید «هېر» نه شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ناستې ته په وینا کې وویل چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته، نړیوال ترهګر سازمانونه په دې هېواد کې لافعال شوي او القاعده د خپلو ظرفیتونو د زیاتولو په حال کې ده.

پوتین وویل چې افغانستان تل د روسیې لپاره مهم و او په اوسني وضعیت کې د افغانستان همیت د روسیې لپاره دوه برابره شوی دی.

ښاغلي پوتین زیاته کړه چې په نړۍ کې د نشه یي توکو سوداګري زیاته شوې ده. پوتین وویل: «زما په اند د نړۍ د نشه یي توکو اتیا سلنه سرچینه په افغانستان کې ده.»

که څه هم جوبایډن د امریکا په کانګرس کې د خپلې کلنۍ وینا پرمهال د افغانستان نوم یاد نه کړ خو ولادیمیر پوتین د منځنۍ آسیا هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ته وویل چې د اوکراین په ګډون د نړۍ په نورو سیمو کې نښتې د افغانستان د وضعیت اهمیت نه کموي.»

د روسیې د ولسمشر په وینا، په افغانستان کې بشري وضعیت په خرابېدو دی. هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې څلور میلیونه کسان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.»

له بلې خوا، د روسيې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشیف په دې ناسته کې، امریکا د واشنګټن د «جیوپولیتیکو تجربو» د یوې برخې په توګه په دې نړۍ کې د تازه هڅو په ترسره کولو تورنه کړه او وې ویل: «په دې کې شک نشته  چې امریکاییان به د نړۍ په نورو برخو کې هم دغو تجربو ته دوام ورکړي.»

د روسیې د ملي امنیت سلاکار وویل، د امنیتي ستونزو د اواري لپاره چې یو یې افغانستان دی اړتیا ترڅو ګډ کار ترسره شي.

د نوموړي په وینا، په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې، د ګواښونو او ننګونو لپاره بنسټ اېښودل شوی.

پاتروشیف وویل چې یوه دا ستونزه د لوېدیځ ایتلاف د بې شمېره وسلو له امله ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې پاتې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ د څه د پاسه زرو زغرګاډو، لسګونه الوتکو او چورلکو، سلګونه توغندیو، هاوانونو او د ټانګ او الوتکو ضد سیستمونو او سلګونه زره سپکو او درنو وسلو خبره کوو.»

د روسیې د ملي امنیت سلاکار وویل، د هغو وسلو ارزښت چې په افغانستان کې پاتې دي لسګونه میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د دغه روسي چارواکي په وینا، دا وسلې د افغانستان د بېلابېلو ډلو ترمنځ جګړه زیاتوالی شي ترڅو په درېيمو هېوادونو کې د ترهګرو له خوا وپلورل شي.

د روسیې د ملي امنیت سلاکار امریکا په افغانستان کې نه نشه يي توکو د سوداګرۍ له ودې سره په مرستې تورنه کړه او ادعا یې وکړه چې په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید په تېرو شلو کلونو کې څلوېښت برابره زیات شوی دی.

هغه څرګنده کړه، د افغانستان د وضعیت د لاخرابېدو په صورت کې به له دې هېواده روسیې ته د کډوالو د ورتلو شمېر زیات شي.

ښاغلي پاتروشیف، د افغانستان د اسعاري زېرمو پر کنګل کېدو په نیوکې سره، امریکا د افغانستان د خلکو د شتمنیو په «تالان» تورنه کړه.

له بلې خوا، د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال به دې ناسته کې وویل چې ترهګري په سیمه کې په لوي ګواښ بدله شوې او د داعش، لشکر طیبه او جیش محمد په شان ډلو د ګواښونو په وړاندې مبارزه د سیمې هېوادونو د استخباراتي او امنیتي همکاریو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې هند به هېڅکله افغانان په اوسنیو شرایطو کې یوازې پرې نه ږدي.

د هغه په وینا، له افغانستان سره د هند تاریخي او ځانګړې اړیکې له ستونزمن پړاوه تېرېږي او د افغانستان د خلکو سوکالي د هند لپاره یو مهم لومړیتوب دی.

ښاغلي دووال زیاته کړه: «دا همکاري به دوام وکړي ترڅو مو کړنلاره مشخصه کړي.»

له بلې خوا، د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني په دې ناسته کې وویل، ددغه هېواد حکومت په دې باور دی چې په افغانسان کې د هر ډول سیاسي نظام تپل به د ناامنۍ د زیاتوالي لامل شي.

دغه ایراني چارواکي وویل چې ددې هېواد په واکمنۍ کې د افغانستان د ټولو قومونو په ونډه ورکولو کې ځنډ، په افغانستان کې د ننګونو د زیاتوالي لامل کېږي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې ناامنۍ ددې هېواد د ګاونډیو پر امنیتي وضعیت اغېز کړی او له همدې امله په افغانستان کې سوله او ثبات، د ایران لومړیتوب دی.

د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو د افغانستان په اړه دغه ناسته کې د امنیتي مسایلو ترڅنګ، د بشري حقونو او د دې هېواد د نورو ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړې.

که څه هم افغانستان د دې ناستې د اجنډا په سر کې و خو په دغه ناسته کې د افغانستان هېڅ استازي ګډون نه درلود.

له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له روسيې غوښتي و چې طالبانو ته په دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړي. خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو دې غوښتنې ته پام ونه کړ او دې ډلې ته یې د افغانستان په هکله د سیمې هېوادونو په پنځمه ناسته کې د ګډون بلنه ورنه کړه.

طالبانو تراوسه ددغې ناستې په اړه نظر نه دی څرګند کړی.