نړۍ

د ترکیې او سوریې د زلزلې تلفات تر ۵ زرو زیات شول

د دوشبنې ورځې په لومړنیو ساعتونو کې یوې ځواکمنې زلزلې د ترکیې او سوریې ځینې برخې ولړزولې او د دې زلزلې تلفات تر ۵ زرو تنو زیات شول.

ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې پر لومړۍ زلزلې سربېره، چې د رېښتر په کچه ۷.۸ درجې وه، تر اوسه لسګونه نورې زلزلې هم شوې دي.

د امریکا د ځمکې‌پېژندنې سازمان اعلان وکړ، چې دوشنبه سهار ۴:۱۷ بجې د زلزلې مرکز د ترکیې غازیانتپ ښار ته نږدې، چې شاوخوا ۲ میلیونه تنه نفوس لري کابو ۱۱ مایله (۱۸ کیلومتره) ژور و.

دغه زلزله دومره پیاوړې وه، چې په لبنان، یونان، اسراییل، عراق او قبرس کې هم حس شوې ده.

دغې زلزلې په شاوخوا سیمو کې ځینو بېخ‌بنسټونو او د سیمې ودانیو ته نه جبرانېدونکي زیانونه رسولي دي. هغه انځورونه چې د سوریې په سیمه‌ییزو رسنیو کې خپاره شوي دي، ښيي چې د زلزلې زیانونه د داعش تر جګړې زیات دي.

رجب طیب اردوغان تېره ورځ اعلان کړی، چې تر اوسه یې د نړۍ له نږدې ۵۰ هېوادونو مرستې ترلاسه کړې دي.

هغه همداراز د تېرې ورځې د زلزلې قربانیانو ته د درناوي لپاره ۷ ورځې عمومي ماتم اعلان کړ.

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مرستندویه ډلې په ترکیه کې د زلزلې د رامنځته کېدو ځای ته ورغلې دي او د خاورو او د ویجاړو ځایونو د ټولولو او د احتمالي ټپیانو ژغورل چې لا هم تر خاورو لاندې دي دوام لري.

د ترکیې هېواد د بېړني وضعیت ادارې اعلان وکړ، چې د تېرې ورځې تر مازدیګره پورې په ترکیه کې د مړو شمېر ۲۹۲۱ تنو ته رسېدلی او تر ۱۴۴۸۳ تنو زیات ټپیان شوي دي.

د ترکیې د طبیعي پېښو د مرستې رسوونې اژانس  AFADرییس یونس سزر په وینا نږدې ۱۵ زره مرستنه کوونکي زلزله ځپلو ته د خدماتو د وړاندې کولو په هڅه کې دي.

د سوریې د مرستندویه ځواکونو د شمېرو له مخې، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ سیمه کې چې د یرغلګرو ډلو تر ولکې لاندې دي لږترلږه ۱۴۴۴ تنه وژل شوي دي.

ترکیه د نړۍ په هغو سیمو کې ده، چې زلزلې پکې ډېري وي او د اناتولي لیکې پر سر ځمکې د لا زیات او ورانوونکو څپو لامل شوې دي.

هغه ویډیوګانې، چې په خواله رسنیو کې خپرې شوې دي ښيي چې څو پوړیېزې ودانۍ په څو ثانیو کې ړنګېږي او خلک په سړه هوا کې پر سړکونو وخت تېروي.

په ۱۹۹۹ کال کې د رېښتر په کچه ۷.۴ درجې زلزلې استانبول ته نږدې کوجائلي او ازمیت سیمې ولړزولې. دغې پراخې زلزلې هم تر ۱۷ زرو د زیاتو کسانو ژوند واخیست.