فرهنګ او هنر

بلخ کې فرهنګي فعالان: روان وضعیت فرهنګي فعالیتونه په ټپه درولي دي

بلخ کې یو شمېر شاعران او فرهنګیالان اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل او د هنري نوښتونو د رامنځته کولو لپاره د مناسبو شرایطو نه شتون په دغه ولایت کې د لیکوالو او شاعرانو پروړاندې بنسټیزې ننګونې ګڼي.

بلخ ولایت هم پخوا او هم په اوسنۍ دوره کې نامتو شاعران او لیکوال لرلي دي؛ خو د ناوړه اقتصادي وضعیت او د طالبانو د بې‌پامۍ له امله اوس شاعران او لیکوالان څنډې ته شوي او په انزوا کې دي.

بلخ کې ولایت کې یو لیکوال عارف بسام وايي، چې مخکې په بلخ ولایت کې فرهنګي فعالیتونه ډېر ښه پرمخ روان وو؛ خو په دغه ولایت کې د طالبانو له حضور وروسته هېڅ فرهنګي کار نه کېږي.

هغه په دوام کې ویلي: «د یوه هېواد کلتور او تاریخ په حقیقت کې د هغه هېواد هویت جوړوي. طالبانو د شاعرانو په څنډې ته کولو سره، د شاعرانو او فرهنګیالو پروړاندې خپله نه پاملرنه اعلان کړه.»

په دې وروستیو کې په بلخ ولایت کې د شعر او ادبیاتو وضعیت له هېرېدو او بې‌پامۍ سره مخ دی او د ادبي ټولنو تړل کېدل او محدودیتونه د دې لامل شوي چې شاعران ونه‌شي کولای خپل نظریات په ازاده توګه بیان کړي.

د مزارشریف ښاروالۍ په ریاست کې مخکینی فرهنګي مسوول داوود حیدري د فرهنګیالانو د روان ناوړه وضعیت لاملونه دوه ټکي ګڼي، لومړی دا چې تحصیل کړي او روڼ‌اندي له هېواده تللي او دویم دا چې رسنیو او اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی ډېر محدود شوی دی.

هغه وایي، چې د خلکو ترمنځ د وسله‌والو کسانو حضور د دې لامل شوی، چې خلک او فرهنګیالان د فرهنګي او ادبي ناستو ترسره کولو ته لېوالتیا ونه لري.

په همدې حال کې د بلخ ولایت ښځینه شاعرانې له ټولنیزو ناخوالو د ښځو شکایت او اعتراضونه د خپلو حقونو په تړاو د هغوی د پوهې نښه ګڼي او وايي، چې اوسمهال په بلخ کې ښځینه لیکواله نشته او هغوی خپل لیدلوري یوازې د ټولنیزو شبکو له لارې خپروي.

بلخ کې یوې ښځې لیکوالې سحر نبي‌زاده د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «بلخ کې کلتوري مرکزونه تړلي دي او د ښځو لپاره هېڅ ځانګړې ټولنه نه ده فعاله او مېرمنې نه شي کولای په هغو ټولنو کې، چې نارینه په کې شتون لري، ګډون وکړي.»

هغه وایي چې شاعرې، لیکوالې او فرهنګي ښځې غوره ګڼي، چې په دې شرایطو کې تر ډېره د ټولنیزو پاڼو له لارې فعالیت وکړي.

بلخ کې یو شاعر مبین حکیمي هم وایي: «بلخ کې فرهنګي مرکزونه تړل شوي او ډېری شاعرانو هېواد پرېښی دی.»

هغه ټینګار کړی، چې اوسمهال یوازې د افغانستان د ازادو لیکوالانو لویه ټولنه فعاله ده، چې له اوږدې مودې وروسته یې بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی.

بلخ کې ښځینه فرهنګیالانې وایي، چې له ټولو ننګونو سره به مبارزه وکړي او خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکړي.