افغانستان

د طالبانو په حکم د تریاکو د پېر پلور لپاره د نرخ‌پاڼې ټاکل

په نیمروز کې سرچینې وايي چې د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت له مخنیوي وروسته د تریاکو بیه تر ۱۲ برابره لوړه شوې ده.

په داسې حال کې چې د کوکنارو د کښت ډېری کروندې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې دي له همدې امله دوی د تریاکو د بیې په لوړېدو کې اساسي رول لوبوي، اوس طالبانو او په لوېدیځ زون کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکو د تریاکو لپاره نرخ ټاکی او په عرفي توګه یې پر دېوالونو لګولي دي.

سرچینې وایي چې طالبان او قاچاق کوونکي نشه يي توکي د دې نرخ‌پاڼې له مخې معامله کوي. د هر کیلو تریاکو لپاره مالیه هم دوه سوه افغانۍ لوړه شوې ده.

سرچینې وايي، هغه کسان چې پر خپلو ځمکو یې کوکنار کرلي او زېرمه کړي یې دي، د بازار نرخ هره ورځ د تقاضا پربنسټ لوړوي تر دې چې ددغو توکو بیه له شپږ زره کلدارو څخه ۱۲۰ زره کلدارو ته لوړه شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې ډلې د مشر ملاهبت الله آخوندزاده په فرمان سره د کوکنارو کښت منع شو او طالبانو په هلمند، نیمروز، کندهار او فراه کې د کوکنارو کروندې له منځه یوړې او دا کار د تریاکو د بیې د لوړېدو لامل شو.

حاجي فتح الدین هغه کروندګر دی چې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې یې پر خپله ځمکه کوکنار کرل.

هغه د آمو خبریال ته وايي چې طالبان د کوکنارو له کښت او تریاکو له تولید سره د مبارزې په برخه کې دروغ وايي او په دې مسله کې هم خپلې ګټې خوندي کوي، دوی د تریاکو د بیو په لوړولو سره لازیاتې پیسې ترلاسه کړې دي.

د ده په وینا، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې، ددې ډلې ټول عواید د کوکنارو له کښت څخه ترلاسه کېدل او واک ته ددې ډلې له رسېدو د افغانستان بانک پیسو او د نړیوالو مرستو له ترلاسه کولو وروسته نور د کوکنارو د کښت، پلور او قاچاق عوایدو ته اړتیا نه لري او له همدې امله د کوکنارو د کښت مخنیوی کوي.

نوموړی ادعا کوي چې د جمهوریت پرمهال له لس جریبه ځمکې څخه چې کوکنار پکې کرل کېدل، طالبانو ۳۰ سلنه ونډه لرله ځکه هغه سیمې د طالبانو تر واک لاندې وې خو اوس هغه ته د کوکنارو د کرلو اجازه نه ورکوي.

هغه زیاتوي: «طالبانو تېر کال زما لس جریبه ځمکه تخریب کړه، ځکه چې دوی په خپله ونډه نه شي اخیستی.ِ»

حاحي فتح الدین د تریاکو د بیې د لوړوالي په اړه وايي: له هغې وروسته چې د کوکنارو کښت منع او تریاک کم شول او بیه یې هم د تېر حکومت دورې په پرتله لوړه شوه. هغه مهال یو کیلو تریاک په ۶۰ زره کلدارې (۳۳۰۰ افغانۍ) و خو نن ۱۲۰ زره کلدارو ته رسېدلي دي.

دغه سرچینه زیاتوي: د تریاکو د بیې په لوړېدو سره هم ګټه د طالبانو جېبونو ته ورځي. ځکه دوی د تریاکو مالیه لوړوي، تر یوې میاشتې مخکې پورې چې د یو کیلو تریاکو بیه ۱۱۰ زره کلدارې وه او طالبانو د هرې کیلو پر سر ۶۰۰ افغانۍ مالیه اخیسته لس زره کلدارو په لوړېدو دوی دوه سوه افغانۍ مالیه زیاته کړه او اوس طالبان د کنګ پر پوله له هر یو کیلو تریاکو څخه اته سوه افغانۍ مالیه اخلي.

د نشه يي توکو یو قاچاقبر صدیق‌الله وایي چې د تریاکو د بیې په لوړېدو کې طالبان اساسي رول لري. ځکه هغوی نړیوالو ته د ځان سپين ښودلو له امله د تریاکو کرل منع کړي او له بل لوري ورځ تر بلې مالیه زیاتوي ترڅو لا زیاته ګټه وکړي.

صدیق‌الله وایي، چې طالبانو کرل منع کړي خو د قاچاقبرانو مخه نه نیسي، د تریاکو بیه د طالبانو په امر او د قاچاقبرانو په مشورې سره ټاکل کېږي.

د صدیق‌الله په وینا طالبان او قاچاقبران په علني ډول د کندهار د میوند په بازار کې د تریاکو لپاره د ورځې نرخ ټاکي او نرخ‌پاڼه د بازار پر دېوالونو لګوي، پرون نرخ ۱۰۴ زره کلدارې و او نن ۱۲۰ زرو ته رسېدلی دی.

هغه وویل: «د تریاکو بازار د بهرنیو په لاس کې نه دی، د کورنیو قاچاقبرانو په واک کې دی. که کومه ورځ ۱۰ زره کیلو وپېرل شي، د ځمکه‌والو زېرمه کمېږي او پلور ته یې زړه نه ښه کوي او په دې حالت کې احتکار ترسره کېږي او بیې لوړوي. څو ورځې چې ونه‌پېرل شي، بېرته بیې راټیټوي البته طالبان باید اجازه ورکړي چې نرخ لوړ شي.»

د نشه یي توکو دغه قاچاق کوونکي وایي، چې قاچاقبران له یو بل سره په اړیکه کې دي او کله چې په یوه کلي کې قاچاقبر په کمه بیه توکي وپېري د وټس‌اپ له لارې بل قاچاقبر ته خبر ورکوي او پر همدې بنسټ نرخ‌پاڼه ټاکل کېږي.

جاوید یو قاچاقبر دی چې له ۱۰ کلونو راهیسې نشه‌ يي توکي د بکواه ولسوالۍ له بازار څخه تر زرنج ښاره لېږدوي، هغه وایي: «د جمهوریت پرمهال د تریاکو کرکېله د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کېده او حکومتي ځواکونو نه شوای کولای هغو سیمو ته ولاړ شي. هغه وخت هم د اوس په څېر طالبانو د تریاکو لپاره بیه ټاکله.»

نوموړی وایي چې هغه مهال د یو کیلو تریاکو بیه ۳ میلیونه ایراني تومان (۱۰۰۰۰ افغانۍ) وه خو یوه میاشت مخکې ۱۵ میلیون تومان (۳۷۰۰۰ افغانیو) ته ورسېده او په تېره یوه اونۍ کې د تریاکو بیه ناڅاپه ۲۵ میلیون تومان چې ۵۴ زره افغانۍ کېږي شوې ده.

د دغه قاچاقبر په وینا اوسمهال یوه کیلو تریاک په بکواه او خاشرود کې پر ۱۸ میلیون تومان پېري او په نیمروز کې یې پر ۲۰ میلیونه تومان پلوري، ۸۰۰ افغانۍ هم طالبانو ته مالیه ورکوي، له هغې وروسته هر کیلو تریاک له پولې اخوا پر ایراني قاچاقبرانو پر ۲۵ میلیونه تومانو پلوري. د دې توکي بیه په تهران کې ۳۰ میلیون تومانو ته رسېږي او وروسته بیا په اروپایي بازارونو کې لس برابره په لوړه بیه پلورل کېږي.

جاوید ټینګار وکړ، چې اوسمهال تریاک کم موندل کېږي او ځمکه‌لرونکي هغه تریاک چې په زېرمو کې یې ساتلي دي ترڅو چې د بازار بیه په خپله ګټه کنټرول نه یې پلوري.

کروندګر وایي چې که تریاک په وچ ځای کې وساتل شي له ۵ تر ۷ کلونو پورې دوام موندلای شي.

د نشه يي توکو قاچاق کوونکي وايي چې تریاک د خرمايي، صعودي او تور په نوم ډېر ډولونه لري، خو خرمايي تریاک تر ټولو لوړ کیفیت لري چې په بکوا کې کرل کېږي او نشه يي ډېره موده وي.

په فراه کې بکوا ولسوالۍ د تېر حکومت پرمهال د تریاکو ډېرې کروندې لرلې دا ولسوالي د طالبانو په واک کې وه.

موږ غوښتل په لوېدیځ زون کې د نشه يي توکو د قاچاق په اړه د طالبانو نظر هم ترلاسه کړو، خو د نیمروز د امنیه قوماندانۍ له ویاند ګل محمد قدرت او په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له رییس حبیب الله الهام سره له پراخو تماسونو سره سره دوی په دې هکله خبرو ته حاضر نه شول.