افغانستان

هغه اور چې نه مړ کېږي؛ د خپلو دوو زامنو د مړینې په اړه د قوماندان جانان کیسه

په «قوماندان جانان» مشهور جانان وايي چې نسب یې د هرات انصارو ته رسېږي. نیکونه یې کلونه وړاندې د غزني خواجه عمري ته راغلي او په دې ولایت کې نړۍ ته راغلی دی.

نوموړی وایي چې پنځه کاله مخکې طالبانو د لوی اختر په دوهمه ورځ د هغه دوه زامن ووژل او له هغې وروسته تولۍ وهې او سندرې وايي ترڅو یې په سینه کې بل شوی اول لږ چوپ شي؛ خو دا غم د هرې ورځې په تېرېدو سره لازیاتېږي.

د هغه دوو زامنو غازي او رازق په جمهوریت دوره کې د ملي اردو په لیکو کې دنده لرله. دوی د اختر په ورځ د کورنۍ د لیدلو لپاره کور ته رغلي وو ترڅو اختر ورسره ولمانځي؛ خو د اختر په دوهمه ورځ کله یې چې غوښتل له کوره د دندې په لور ولاړ شي، طالبانو دواړه ترور کړل.

جانان په دې هکله وايي: «کله چې دوی موږ ته راغلل، زه یې په راتلو ډېر خواشینی شوم، ورته مې وویل کاشکي نه وای راغلي، خدای مکړه څه درته پېښ نه شي. هغوی وویل: نه پلاره هېڅ خبره نشته، هېڅ نه کېږي؛ خو کله یې چې غوښتل ښار په لور ولاړ شي، پر لاره طالبانو هغوی ووژل. کله چې هلته ولاړم د زامن مړي مې ولیدل چې پر ځمکه پراته وو، د لوی اختر هماغه ورځ طالبانو راته د عاشورا او محشر ورځ وګرځوله.»

د جانان مشر زوی ۳۱ کلن و او له هغه ۵ یتیمان پاتې دي، د نوموړي دوهم زوی چې ۲۵ کلن و ټاکل شوې چې په هماغه ورځو کې کوژده ورته وکړي.

قوماندان جانان وايي چې له هغې ورځې وروسته یې په سینه کې اور بل شوی تر ننه یې چې هرڅومره هڅه کړې، نه دی توانیدلی چې دا اور مړ کړي.

نوموړی وايي: «طالبانو له هغې وروسته چې زما زامن یې ووژل، وپوهېدل چې په ناحقه توګه یې وژلي او له ما یې وغوښتل چې دعا ورته وکړم.»

خو جانان د طالبانو ددې غوښتنې په ځواب کې ویلي: «می بخور، مذهب بسوز، آتش اندر کعبه زن/ ساکن بت خانه باش، مردم‌آزاری مکن!»

جانان وايي چې له څلور زره زیات شعرونه یې ویلي؛ خو له دې امله چې لیکل نه شي کولای نه دی توانېدلی خپل شعرونه پر کاغذ ولیکي ترڅو نور ترې استفاده وکړي.

جانان وویل: «بل څه نه لرم، ټوله شتمني مې یې رانه واخیسته او اوس زه یم او دا شپېلۍ، غزلونه او له غمه ډک زړه.»

هغه وايي چې ۲۲ کاله د حزب اسلامي قوماندان و او په دغو غرونو کې د شوروي ځواکونو خلاف جنګېدلی دی.

طالبانو په ځلونو نوموړی د انتقادي شعرونو ویلو له امله ګواښل؛ خو هغه خپل کار ته دوام ورکړی دی.

قوماندان جانان له خلکو غواړي چې له بې باورۍ او ورور وژنې لاس واخلي.

هغه وايي: «لومړۍ هیله مې د وطن آرامي ده، ددغو ځوانانو آرامي، د ملت آرامي، ددې خاورې او کونډو بله هېڅ هیله نه لرم؛ یوازې باید ټول له خدایه ووېرېږي.»

نوموړی له خلکو غواړي چې د هېواد د آبادولو لپاره کار وکړي او له ځورولو او پر یو بل له ظلم کولو لاس واخلي.